افغانستان

پر وانت وايګل جګړه روانه ده- طالبان د پرمختګ خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۶): د نورستان ولايت پر وانت وایګل ولسوالۍ وسله والو طالبانو جګړه پيل کړې، چې لا هم روانه ده.

نوموړې ولسوالۍ تر دې وړاندې هم سقوط کړی و او د طالبانو لاس ته لوېدلی وه.

د سيمه ييزو چارواکو او د وسله والو طالبانو په خبر کې ويل شوي، چې دمګړۍ د ولسوالۍ په ودانۍ، امنيه قومندانۍ او په سيمه کې د ځانګړو پوليسو په کنډک د طالبانو بريدونه روان دي.

د وانټ وايګل ولسوال مولوي رحمت الله د طالبانو له لوري په يادې ولسوالۍ د جګړې راپورونه تائيد کړي او وايي چې امنيتي ځواکونه مقاومت کوي او د طالبانو د مخکې تګ مخه يې نيولې ده.

وسله والو طالبانو بيا د دغه بریدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ځواکونو په وانت وايګل کې پرمختګ کړی او تراوسه پورې یې د ولسوالۍ شاوخوا ټولي امنیتي پوستې په بشپړه توګه نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه جګړه کې ډیری عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، يوه اندازه وسلې او مهمات طالبانو ته لاس ته ورغلي، خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي چې اوس جګړه د ولسوالۍ په ۲۰۰ مترۍ کې روانه ده او ولسوالۍ له څلورو خواوو څخه کلکه محاصره ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې سلګونه وسله والو نن سهار مهال پنځه بجې د يادې ولسوالۍ په ودانۍ او دفاعي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړي دي.

تر اوسه په دغه جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبله په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته پر ليکه شي.

بايد وويل شي، چې طالبانو د تېرو دوه اوونيو راهيسې له دولتي ځواکونو په دوامداره ډول پنځه ولسوالۍ ونيولې چې وروستۍ يې تېره ورځ د پکتيا جاني خېلو ولسوالۍ وه چې د دوی لاس ته ولوېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x