افغانستان

د دولتي ځواکونو «طالب عسکر» درې امریکایان ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۶): د دولتي ځواکونو په لیکو کې یو تن دستوري طالب د خپل ټوپک شپیلۍ په امریکايي عسکرو وراړولې او درې تنه یې وژلي دي، خو افغان عسکرو ورڅخه په دفاع کې د خپل ټوپک شپیلۍ په همدغه نفوذي طالب وراړولې او وژلی یې دی.

برید تېره شپه د کندز ولایت په مرکز کې ترسره شوی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې مسئولیت منلی او د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې په ترڅ کې يې د خپل نفوذي جنګیالي وژونکي دولتي عسکر د امریکایانو «داخلي مزدوران» بللي.

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې په نښه شوي امریکايي عسکرو له څو ورځو راهیسي د یاد مرکز اړوند اورتلاقیو، عربانو او حضرت سلطان سیمو کې د طالبانو په خلاف ځمکني او هوايي عملیات کول، چې له دغې پیښې وروسته یې ټوله قوه بیرته په شا وګرځېده او سیمه په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې شوه.

تر اوسه امریکايي او افغان چارواکو په دې تړاو څرګندونې نه دي کړي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جون میاشت په ۱۰مه د طالبانو یو نفوذي عسکر د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په امریکایانو ډزې کړې وې او ۴ تنه یې وژلي وو، خو مخکې تر دې چې نور امریکايي عسکر ووژني د دولتي عسکرو له لوري په نښه او ووژل شو.

طالبان په داسې حال کې د دولتي ځواکونو له لیکو څخه په امریکایي عسکرو بریدونه کوي چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره افغانستان ته د اضافي عسکرو په رالیږلو سلامشورې کوي.

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر نفوذي عسکر لري چې «دبهرنیو عسکرو راتګ او مناسب فرصت ته شیبې شماري».

د دولتي ځواکونو له لیکو څخه په امریکایانو د بریدونو پیښې هغه باورونه لا پیاوړي کوي چې طالبانو د دولت په ملکي او نظامي اډانه کې ژورې ریښې موندلي، چې له کبله یې د ولسوالیو او قرارګاوو سقوط د طالبانو لپاره د ساعتونو کار ګرځېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مرادى

مزدوران نورتور يي اوکه شنه الله،ج،دى تباکړى دابى دينه خلک
زنده باداسلامى امارت

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x