پکتیا د ولایتي سیالیو د ایلیټ اتلولۍ جام وګاټه

ډاکترکمال سادات –paktia_cricket_team د ولایتي غوراوي سیالۍ، چې د روانې مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه د ننګرهار په بهسودو او مارکو لوبغالو کې پیل شوي وې، نن پای ته ورسېدې.

پایلوبې ته د میدان وردګ او پکتیا کرکټ لوبډلې ووته. دغو دواړو لوبډلو نن مسابقه وکړه. ټاس (پچه) د پکتیا کرکټ لوبډلې وګاټه او میدان وردګ کرکټ لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

دوی په ۳۱،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۰ منډې مقابلې لوبډلې ته هدف وټاکه .
ورپسې د پکتیا ولایت کرکټ لوبډلې ټوپوهنه پیل کړه، دوی په ۲۹،۱ اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوي هدف ته ځانونه ورسول او د ایلیټ کپ جام یې وګاټه.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لخوا د لومړي مقام  ګټونکي لوبډلې( پکتیا کرکټ لوبډلې) ته ۹۰۰۰۰ زره افغانۍ او د دوهم مقام ګټونکي لوبډلې ( میدان  وردګ کرکټ لوبډلې) ته یې ۴۰۰۰۰ زره افغانی د انعام په توګه ورکړې.

د پایلوبې غوره لوبغاړی (مین آف د میچ) رحمت شاه ونومول شو  او د غوره لوبغاړي ټرافي هم ورکړل شوه.

په دې سیالی کې هغو لوبغاړو چې ښه ځلېدلي وو هغه په ماډالونو ونازول شول.

فضل ځاځي ته د غوره فیلډر ټرافي ورپه غاړه شوه. حمزه هوتک ته د تکړه توپ اچونکي (بالر) ټرافي ورکړل شوه. مراد علي ته د ښې ویکټکیپرۍ له ټرافي ورکړل شوه او حشمت الله د ښه بیټینګ (توپوهونکي) له امله د ټرافی څښتن شو.

په هغو مراسمو کې چې په دې اړوند جوړ شوي ول، د کرکټ بورډ مرستیال شهزاده مسعود د لومړي مقام او دوهم مقام ګټونکو او همداشان نورو لوبډلو ته هم مبارکي وویله.

مسعود هیله وښوده چې په راتلونکي کې به کرکټ نوره وده هم وکړي چې له امله به یې تکړه تکړه لوبغاړې وپیژندل شي.

نوموړي له نورو هغو لوبډلو نه چې په دې سیالی کې پاته راغلي د نورو تمرینونو غوښتنه وکړه څو په راتلونکي کې د ښو بریاوو څښتانان شي.

همداشان شهزاده مسعود د ننګرهار له خلکو هم مننه وکړه چې په دې سیالیو کې یې له لوبغاړو سره د زړه له خلاصه همکاري کړې، هغوی یې تشویق کړي او د دوی لپاره یې د لوبو زمینه برابره کړي وه.

د سپین غر زون کرکټ مسول قرار عزیزي په خبرو کې د افغانستان کرکټ بورډ له مرکزي ادارې منونکی شو چې په ننګرهار کې یې دې سیالیو ته لار اواره کړه. نوموړي په راتلونکي کې هم د ورته نورو سیالیو غوښتنه وکړه.

د ایلیټ جام دا سیالۍ چې نن د پکتیا کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. موخه یې دا وه چې په افغانستان کې کرکټ ودوه وکړي، خلک د کرکټ  لوبو ته وهڅول شي او د دې ترڅنګ د افغانستان ملي لوبډلې او نورو لوبډلو ته ښه لوبغاړي وروپیژندل شي څو په آینده کې د افغانستان د کرکټ لوبو لپاره ښه لوبغاړي ولري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.