نړۍ

قطر: يو ترکي رستورانت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ۱۲ تنه مړه او ۳۰ ټپيان شوي

د قطر پلازمينې دوحه کې يو ترکي رستورانت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ډېرش نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې پرون پنجشنبه ناوخته د قطر پلازمينې دوحه کې يو تجارتي مرکز سره نژدې يو ترکي رستورانت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د دوحې د اطفائې مدير حمد الدهيمي ويلي چې، استنبول نومي رستورانت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د رستورانت کارکوونکو، راغليو ډوډۍ خوړونکو او څولارويانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

. حمد الدهيمي زياتوي چې په چاودنه کې د رستورانت ودانۍ يوه برخه هم زیانمنه شوې ده. په دغه چاودنه کې د وژل شويو کسانو د هويت په اړه لا څه نه دي ويل شوي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x