افغانستان

بګرام: له تعذیب او شکنجې څخه په تنګ راغلیو ۳ بندیانو ځانونه وژلي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۶): په بګرام زندان کې ۳ تنو افغان بندیانو وروسته تر هغه ځانونه وژلي دي چې د زندان د ساتونکو له شکنجو او تعذیب څخه په تنګ راغلي دي.

دغه معلومات یوه بندي له زندان دننه څخه د خپلې کورنۍ سره د خبرو پر مهال ورکړی او ویلي يې دي چې درې تنو بندیانو د ځان پاکۍ د ماشین په پتریو خپل ژوند اخیستی دی.

په داسي وخت کې چې د بګرام زندان دننه څخه معلومات ډېر کم نشریږي، د وژل شویو بندیانو په اړه هم هیڅ معلومات تر اوسه نه دي ورکول شوي چې هغوی څوک دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یوه پلاوي د بګرام د زندان څخه لیدنه کړې وه او ویلي وه چې په دغه زندان کې بندیان د انساني کرامت او بشري حقونو په خلاف په ډېر خراب وضعیت کې ساتل کیږي چې له امله یې په هغوی کې مایوسي او عصبي ناروغۍ خپرې شوي دي.

د ولسي جرګې د پلاوي یوه تن ګډونوال د کابل نیوز سره مرکه په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم همت

زه دانظر لرم چې دزولنو او زندانونو منځ کې داسی بنديان شتون لري چې دټولنی دپرمختګ سبب ګرځيدای شي او وړتيا او ستر استعدادونه لري دغه مسائل بايد مربوطه ارګانونه درک او ددوی لپاره چې فکري روزنه يي ښه وشي او فکر يي بدل کړای شي خاص درسونو ترتيب او دروزنی لپاره يي ستر علماء په کارونو وګمارل شي زندان دجرم دخاتمی حل ندی بلکه زندان صرف دمجرم ژوند له ګواښ سره مخ کول دي چې خلک تری وژغورل شي که همدغه وړتيا چې مجرم يي دجرم په ثابتولو کې مصرفوي په ایجابي اړخ مصرف شي ټولنه به ډيره پرمختګ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x