افغانستان

نیویارک ټايمز: ټرمپ افغانستان کې د پاتې کېدو لامل طبعي زېرمې بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۶): د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو او د شته هغو د وېستلو په اړه زړه نا زړه دی او اوس هڅه کوي، چې په دې اړه يوې پرېکړې ته ورسېږي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې ډولنډ ټرمپ سترګې د افغانستان طبعي زېرمو نيولي او شونې ده، چې د دغو زېرمو له امله افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي.

ورځپاڼې ليکلي، چې امريکايي چارواکو په ۲۰۱۰ کې د افغانستان طبعي زېرمې له يو ټريليون ډالرو زياتې بللې وې او دا هغه شمېر دی، چې په دې وروستيو کې د ټرمپ فکر ور اوښتی دی.

 ټرمپ په داسې حال کې د افغانستان طبعي زېرمو ته زړه ښه کړی، چې د امريکا پخوانيو ولسمشرانو افغانستان کې د روان فساد، ناامنيو او د کمزوري حکومتي نظام له امله د دغو زېرمو کيندلو زړه نه و ښه کړی.

نيويارک ټايمز ليکلي، چې ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني سره د کانونو د کيندلو په موضوع خبرې کړي او افغان حکومت ولسمشر ټرمپ ته وړانديز کړی، چې امريکايي کمپنۍ دې دغه کانونه وکيندي.

ورځپاڼه زياتوي، چې ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې په دې اړه خپل ځانګړی استازی افغانستان ته ولېږي، چې افغان چارواکو سره د کانونو په موضع مخامخ خبرې وکړي.

ورځپاڼه وايي، «ډاين کور انټرنېشنل» پوځي شرکت به د دغو زېرمو په تړون کې ځانګړی رول ولري، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه تړونونه به تر کومه عملي رنګ واخلي؛ ځکه چې ډېری کانونه د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

شدی مستی د هر چا خوښیږی ، مګر د پیشو پسی خڼی راوتی دی به امریکا سربیره حریص هر چیری دی ، مګر په دومره کچه چه امریکا کی حریص یهوادان او صلیبیان دی نور چیری نشته . له هر څه چه ډالر جوړ او د دوی خیټی پری ډکیږی دوی صرفه نه کوی ، نشه توکی ځینی یی حتی قانونی کړی او نړی کی د ټولو نشه توکو اصلی تولیدونکی ، جوړونکی او نقلونکی امریکایان دی . د نړی ټولی فاحشی د امریکایانو په واسطه جوړی شوی او ګرمی دی ، حتی دننه خپل هیواد کی په پټو فاحشه… نور لوستل »

محمد اکرم همت

دا ظاهره خبره ده چې دامریکا او غرب او غرب پالو په افغانستان کې ډير اهداف لري چې ترسره يي کړي چې له هغو اهدافو څخه يي دافغانستان ثروات استغلالول او بل له افغانستان څخه دايمان حقيقي بوی پرځای بديل بل پليت بوی راوړل خو داکار ناشونی دی .دوی کولای شي دافغانستان له طبعي شتمنيو په خپلو عصري وسائلو او تکنالوژۍ استفاده وکړي ،خو کوم ايمان چې دافغانانو په زړونو کی ځای لري او ځای يي ورکړی دی دهغی په بدنامۍ او دهغه ايمان متزلزله کولو باندی نشي توانيدلای ، دوی کولای شي ويي غلوي ، او همداراز استفاده ورځخه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x