افغانستان

دولتي ځواکونو د طالبانو څخه د تیوره ولسوالۍ بیرته نیولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): د غور ولایت ځايي چاراکې ادعا کوي چې د تیوره ولسوالۍ يې بیرته د طالبانو څخه نیولې او تر خپل کنټرول لاندي يې را وستلې ده.

د غور امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي رسنیو ته وویل چې د تیرې ورځې راهیسي پر ولسوالۍ سخته جګړه روانه وه چې بالاخیره نن د پنجشنبې په ورځ سهار دولتي ځواکونه وتوانېدل چې د تیوره ولسوالۍ مرکز په خپل تصرف کې راولي.

نوموړي ادعا وکړه چې په دغه جګړه کې يې ۲۵ تنه طالبان وژلي دي. خو په خپل اړخ کې يې د تلفاتو په اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

بلخوا د کمانډو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم رسنیو ته ویلي چې په یادو عملیاتو کې ۸ تنه کمانډو ځواکونه ووژل شول.

باید وویل شي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه د تیوره ولسوالۍ پر بازار د بمبار خبر ورکړی وو او ویلي وه چې یو شمېر دوکانونه نړیدلي او ولسي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د طالبانو یوې سرچینې نن ټکي اسیا ته وویل چې طالبان د خپلو تلفاتو د مخنیوې په خاطر خپل ځایونه بدلوي او په ځانګړي ډول دشپې پر مهال د ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې نه پاتې کیږي.

بلخوا تېره ورځ دولتي ځواکونو ادعا وکړه چې د کوهستان ولسوالۍ مرکز یې هم بیرته نیولی دی. خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۳۰ تنه دولتي عسکر او اربکیانو طالبانو ته تسلیم شوي وه او د هغو ځواکونو پر ضد یې جګړه پيل کړې وه چې لا تسلیمۍ ته نه وه تیار.

د یادونې وړ ده چې د جګړو په وروستی تونده څپه کې طالبانو څلورو ولسوالیو ته سقوط ورکړ او په سلګونو عسکر یې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې ووژله چې وروستی پيښه یې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په یوه لویه قرارګاه کې تر اویا زیاتو عسکرو وژنه وه.

بلخوا دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو په اړه کې د سلګونو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي خو طالبان یې ردوي او دولتي ځواکونو د ولسي وګړو په وژنې تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x