افغانستان

ولسمشر اشرف غني هلمند ته په ناڅاپې سفر تللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): ولسمشر اشرف غنې نن د پنجشنبې په ورځ هلمند ولایت ته په ناڅاپې سفر تللی دی.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې سفر موخه د یاد ولایت امنیتي وضعیت ارزونه او په وروستیو پيښو کې د وژل شويو عسکرو له کورنیو سره لیدل وو.

باید وویل شي چې د تیرې جمعې په ورځ د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په جګړه کې امریکايي ځواکونو پر دولتي عسکرو بمبار وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۱۶ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

که څه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي د بهرنیو ځواکونو له لوري پر دولتي عسکرو بمبارۍ وغندلې، خو ولسمشر اشرف غني د یادو بمباریو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. خو امریکایانو وویل چې دا یو غیر مقصودي پېښه وه چې دوی یې په اړه پلټنې کوي.

د هلمند چارواکو یې په اړه ویلي وه، امریکایان خبر نه وه چې د ګریشک ولسوالۍ د پارچاو سیمه د دولتي عسکرو په لاس کې ده، ځکه یې هلته بمبار وکړ. په دغه بمبار کې د ګریشک د هلمند په کچه د محلي پولیسو دوه مشهور قومندانان وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x