
سومال: د استخباراتو پر دفتر چاودنې لس تنه وژلي
د سومال پلازمينه موغاديشو کې د استخباراتو پر دفتر د موټر بم چاودنه کې لس تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.
سومالي چارواکي وايي چې دغه چاودنه د استخباراتو مرکزي دفتر تر څنګ پر يو هوټل شوې چې، داستخباراتو کارکوونکي ورته تل ځي راځي.
د پوليسو يو افسر احمد مومن ويلي چې، د ژوبلو کسانو روغتيايي حال د انديښنې وړ دی او له همدې امله د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راتلای شي. د چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی