افغانستان

د پاکستان دوه تښتول شوي دیپلوماټان موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): د پاکستان هغه دوه دیپلوماټان چې د تیرې میاشتې «جون» پر ۱۶ مه نیټه په ننګرهار کې تښتول شوي وه، تېره ورځ چهارشنبه ژوندي موندل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ماځیګر د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې ددوی دوه تنه دیپلوماټان چې د جلال اباد او تورخم تر منځ د سفر پر مهال تښتول شوي وه، ژوندي موندل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تېره ورځ ماځیګر ولسمشر اشرف غني په کابل کې د پاکستان سفیر ته په شخصي توګه تلیفون وکړ او هغه ته یې د پوځي عملیاتو په پایله کې د پاکستاني دیپلوماټانو د را خوشي کېدو خبر ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه دوه تنه دیپلوماټان وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شول چې ډېر ژر به خپل هیواد ته ستانه شي.

په دغه مناسبت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې تهمینه جنجوعه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت کرزي ته هم تلیفون کړی دی او مننه یې ځیني کړې ده.

باید وویل شي چې د یادو دیپلوماټانو د تښتونې مسؤولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه وو اخیستی او تر اوسه یې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي چې چا تښتولي وه او څرنګه بیرته را خوشي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x