افغانستان

د پروان او بامیان تر منځ لاره د جګړو له امله تړل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): طالبانو نن د پنجشنبې په ورځ د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې پر دولتي پوستو بریدونه کړي دي چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا اوس هم جګړه روانه ده او د پروان – بامیان لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د پروان ولایت محلي چارواکي وايي چې د سیاګرد ولسوالۍ په پل رنګاب سیمه کې طالبانو د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي چې له امله یې تر اوسه هم جګړه روانه ده.

طالبانو تر اوسه ددې جګړې په اړه راپور نه دی ورکړی خو د سیمې خلکو او موټر چلوونکو رسنیو ته ویلي چې د پروان او بامیان لاره د جګړو له امله تړل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x