افغانستان

د بدلون پاڅون «رستاخیز تغییر» نن یو ځل بیا لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): د بدلون پاڅون (رستیا خیز تغییر) نن یو ځل بیا په کابل کې د ګډحکومت پر ضد پراخ لاریون وکړ او ګډحکومت یې د ولسي وګړو پر ضد په جنګي جرمونو او دیکتاتورۍ تورن کړ.

د لاریون وروسته ددغه تحریک په خبرپاڼه کې راغلي چې د «چارشنبې» د چاودنې دوه میاشتې پوره شوې، خو تر اوسه پوري حکومت هیڅ عملي ګام نه دی اوچت کړی او زیاته کړې چې په دغه موده کې ګډحکومت د ولسي اعتراضونو او غوښتنو پرخلاف بیا هم پر خپلو پخوانیو پالیسیو ټینګار کوي او د ولس قانوني غوښتنې نه مني.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غور، بدخشان، فاریاب، کندهار، هلمند، پکتیا، بغلان، کابل او نورو ولایتونو کې وروستیو پيښو ثابته کړه چې د «رستاخیز تغییر» داعیه برحقه ده، ګډحکومت د «تروریزم» پر ضد جګړه کې ناکامه دی، تر څو اوسني امنیتي مسؤولین او زورواکان مسلط وي، تغییر به را نه شي.

په خبرپاڼه کې ګډحکومت پر ولسي اعتراضونو باندي پر ډزې کولو تورن شوی او د نړیوالو بشري سازمانونو څخه غوښتنه شوې چې اوسنی حکومت په جنګي جنایاتو تورن کړي او په نړیوالو محکمو کې يې مسؤولین محکمه کړي.

باید وویل شي چې د مئي میاشتې پر ۳۱مه نیټه (چهارشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶) د کابل په زنبق څلور لاري کې یوه ستره چاودنه وشوه چې له امله یې د وروستیو شمیرو له مخې ۱۵۰ تنه ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

د یادي چاودنې د غندلو په موخه یو شمېر کسان یوه ورځ وروسته په همدې څلور لارې کې را ټول شوي وه او د ګډحکومت د امنیتي مسؤولینو د بدلون غوښتنه یې کوله چې د امنیتي ځواکونو له لوري باندي ډزي وشوې، چې له امله یې شاوخوا ۷ کسان مړه او تر لس زیات نور ټپیان شول.

وروسته په دغه لاریون کې د وژل شوي کس «سالم ایزدیار» په جنازه کې پرلپسې ۳ چاودنې وشوې چې له امله یې هلته هم په لسګونو کسان مړه او تر اویا زیات نور ټپيان شول.

د یادو پيښو وروسته د «رستاخیز تغییر یا د بدلون پاڅون» په نامه یو ولسي تحریک را منځته شو او په کابل ښار کې يې اعتراضیه خیمې جوړي کړي، چې هغه هم د یوې اونۍ وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري د شپې پر مهال له منځه یووړل شوې او په دغه اخ وډب کې هم یو شمېر کسان ووژل شول.

یاد پاڅون وروسته یوه لویه مظاهره وکړه او له ځانه سره یې د ګلابي رنګ بیرغونه لیږدول چې د همجنسګرایانو له بیرغونو سره یې ورته والی د افغانانو په منځ کې ددوی په اړه شکونه را وپارول.

د رستاخیز تغییر پاڅون نن یو ځل بیا د ګډحکومت څخه د امنیتي مسؤولینو د بدلون غوښتنه وکړه او په لاریون کي یې د ګډحکومت جنازه پر اوږو اخیستې وه.

د لاریون ګډونوالو وویل چې دوی د کابلي ښاریانو پر مخ لارې نه دي تړلې او نه داسي اراده لري، خو ددې لپاره چې ګډحکومت د لاریون مخه ډب کړي د کابل ښاریانو پر مخ یې انتقاما لارې تړلي او غواړي چې په دغه توګه دوی بدنامه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

الله دی دا د ایران غلامان او جاسوسان په شرمو و شرمه وی دغه موردار او پلیت خلک په مستقیمه توګه د ایران له خوا اداره کیړی او د ایران ګوډاګیان دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x