home at jannah

دفرعون دښځې دعا: رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ

آسیه بنت مزاحم دفرعون ښځه وه هغې په موسي علیه السلام ایمان راوړ، فرعون هغه په ایمان سخته وکړوله او اخریې ووژله رسول الله صلي الله علیه وسلم آسیه د جنت له څلورو غوره میرمنو نه بللې ده په یوه حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: په ټولو جنتي میرمنو کې څلور یې ترټولو غوره دي: خدیجه بنت خویلد، فاطمه بنت محمد، مریم ابنة عمران او آسیه بنت مزاحم. عن ابن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” أفضـل نساء أهل الجنة: خديجة بنت خويلد وفاطمة بنت محمد ومريم ابنة عمران وآسية بنت مزاحم امرأة فرعون ” (تفسیر ابن کثیر)

په قران کریم کې الله جل جلاله دفرعون دمظلومې ښځې دعا راخیستې ده هغې پر الله دایمان لامله دفرعون له لاسه ډیرظلمونه ولیدل او وروسته یې له الله نه وغوښتل چې یا الله ماته له فرعون نه نجات راکړه. دهغې په اړه قرانکریم وایې: وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (التحريم11) يعني او الله مومنانو ته دفرعون د ښځې بیلګه بیانوي، کله چې هغې وویل: ای الله! ستا خواته په جنت کې ماته کور جوړ کړه, له فرعون او دهغه له عمل نه نجات راکړه او له ظالم قوم نه نجات راکړه. دلته د دې په دعا کې دوه مهمې خبرې راغلې دي چې د علم التفسیر په رڼا کې هغه په لنډه توګه را اخلو . لومړی دا چې بې ایمانه کور لوګه بیدیا ده او دویم داچې له کور مخکي د ګاونډي غم په کارده.

بې ایمانه کورلوګه بیدایاده: په ټولیزه توګه انسان له الله نه په جنت کې هغه څه غواړې چې په دنیاکې یې ارمانجن پاته شوی وي، دفرعون ښځې له الله نه په جنت کې دکور غوښتنه وکړه سره له دې چې داپه دنیا کې د فرعون په قصرونو او ماڼیوکې اوسیدله ، داځکه چې دفرعون قصرونه اوماڼۍ له ایمانه تشې وې اوبې ایمانه کورونه اوماڼۍ ګواکې لوګې بیدیاوې دي کورونه نه دي. دا حقیقت ده چې د ماڼیو خاوندان په هرصورت دخپلو شتمنیو او جایدادونو په فکر کې وي، نو په ټولیزه توګه هروخت دبغاوت او سرکشي په سرکې دوی وي او دانبیاء کرامو تاریخ راښيې چې د دوی ملګرتیا هم هروخت خوارو او مسکینانو خلکو کړې ده.

له کور مخکي دګاونډي غم: د فرعون میرمن چې د هغه له ظلم په تنګ شوه ویې ویل : ربّ ابنِ لي عندَك بيتاً في الجــــــنّة . ( سورة التحريم :11) خدایه ! ستا خواته په جنت کې کور راته جوړ کړه . د تفسیر علماء وایې د فرعون د میرمنې په خبرو کې د (عندك) یعني ستا خواته له (في الجنّة) نه ځکه مخته شوې ده چې د دې موخه داوه چې داکور یې د الله خواته وي .امام الرازي وایې : هغی لومړی د الله رحمت ته د نږدې والې غوښتنه وکړه ، او وروسته یې د نږدیوالې د ځای یادونه وکړه یعني في الجنّة, هغې دخپل مقام د لوړوالې غوښتنه وکړه چې په جنت کې دالله د عرش خواته وي . علماو لیکلې دي چې دې هوښیارې میرمنې له کور مخکې د ګاونډي غم وکړ ، او له کورمخکي د ګاونډې غم خوړل ډیر مهم او انسان له پښیماني ژغوري.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د