نړۍ

فلسطینیان دوه اونۍ وروسته د لومړۍ ځل لپاره مسجد اقصی کې لمونځ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): اسرائیل د فلسطینیانو د مسلسلو احتجاجونو وروسته بالاخیره هغه الیکتروني دوازې لیري کړې چې د امنیت په پلمه یې د مسجد اقصی په دروازو کې لګولي وي او نن د لومړي ځل لپاره فلسطینیان او القدس ښار اوسیدونکي مسجد اقصی ته د لمانځه ادا کولو لپاره ور ننوځي.

ددې تر مخه فلسطینیانو د هغوی الیکتر,ني تروازو او امنیتي کامرو پر ضد احتجاجا مسجد اقصی ته د ننوتلو څخه ډډه کوله او د جماعت لمونځونه یې د مسجد اقصی په دروازو او لارو کې کوله.

اسرائیل وروسته تر هغه مسجد اقصی د لمونځ کوونکو پر مخ وتړی کله چې ددغه مسجد په دروازه کې پر اسرائیلي عسکرو ډزې وشوې او بریدګر مسجد ته ننوتل او بیا هلته د اسرائیلي عسکرو له لوري ووژل شول.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه وخت امر وکړ چې مسجد دې وتړل شي او بیا یې دوه ورځې وروسته فلسطینیانو ته اجازه ورکړه چې مسجد ته د امنیتي دروازو او کامیرو تر رقابت لاندي ننوځي خو فلسطینیانو ونه منله بلکې دا یې د اسرائیلي حکومت له لوري پر مسجد اقصی باندي د خپل کنټرول او قبضې ټینګولو لپاره یوه پلمه وبلله او مسجد ته د ننوتلو څخه یې ډډه وکړه.

د راپورونو سره سم نن د مسجد اقصی په «الاسباط» دروازه کې فلسطینیانو وروسته تر هغه خوښي وښوده کله چې اسرائیلي عسکرو دروازې لیري کړې او اعلان یې وکړ چې نن د پنجشنبې په ورځ د ماځیګر لمانځه ته به په مسجد کې دننه را ټولیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x