بادغیس کې طالبانو د پستې حاصلات له بې وخته شکولو څخه ژغورلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): د بادغیس ولایت د پستې ځنګلونه، چې په تېرو کلونو کې به خلکو تر پخېدو مخکې وهل، سږکال یې طالبانو ساتنه کړې او تر پخېدو وروسته یې د عامو خلکو په واک کې ورکړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د دغه اقدام له کبله سږ کال د پستې ځنګلونه په وخت پاخه شول او بادغیسیانو یې له حاصلاتو څخه ډیر عواید ترلاسه کړل.

طالبان تاییدوي چې د تېرو کلونو برعکس یې سږکال د پستې د حاصلاتو په ساتلو کې ډیرې سړې تودې وګاللې او د کال له پیله یې د پستې د ځنګلونو د ساتنې په موخه ګڼې امنیتي پوستې ایجاد کړې وې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د پستو د پخېدو له موسم مخکې یې هیچا ته اجازه نه ورکوله چې ویې شکوي او ضایع یې کړي.

نوموړي په همدې تړاو خپره کړې مطبوعاتي خبرپاڼه کې د پستې حاصلات «ملي سرمایه» بللې او زیاته کړې يې چې تر دې وړاندې به دغه سرمایه «د کابل ادارې د افرادو، د څو تنو غلو او محدودو قومندانانو» لخوا د چور او تالان په شکل ضایع کېده، خو په وینا یې سږکال د طالبانو د اقداماتو په نتیجه کې د بادغيس ولایت پستې په خورا ښه کیفیت سره پخې شوي.

ښاغلي احمدي ویلي چې میاشت مخکې طالبانو د بادغیس ولس ته د پستې د شکولو او ګټې اخیستنې عامه اجازه ورکړه، چې له کبله یې عامو خلکو او طالبانو تر پخوا څو برابره زیاته پسته راغونډه او ډیره ګټه ترلاسه کړه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د کال په اوږدو کې دولتي کسانو بیا بیا هڅه کوله چې د پستې د چور لپاره د طالبانو امنیتي کمربند مات کړي او په همدې موخه یې یو ځل له هرات ولایت څخه لویه قوه هم راوایسته، خو وینا یې ټولې هڅې يې ناکامې شوې.

بادغیس ولایت د پستې ګڼ ځنګلونه لري او د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کیږي چې په نړۍ کې د کیفیت له لحاظه خورا محبوبیت لري او حاصلات یې د زرګونو افغان کورنیو د نفقې سرچینه تشکیلوي.

د رسمي احصائیو له مخې په بادغیس ولایت کې ۹۱ زره هکټاره د پستې ځنګلونو شتون درلود چې د درې لسیزو جګړو له امله یې تر نیمايي زیاته برخه له مینځه تللې او دا مهال تقریبا ۳۰ زره هکټاره ځنګلونه پاتې دي.

بادغیس یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پراخې سیمې او ولسوالۍ يې د طالبانو په لاس کې دي او د ولایتي چارواکو په وینا طالبانو د پستې ځنګلونو په ۷۰٪ برخې واک ترلاسه کړی.

د بادغیس ولایت د پستې ځنګلونه هر کال لسګونه میلونه ډالره عاید لري او که په ښه توګه یې ساتنه وشي نو د افغانستان خلک به له دې لارې هر کال تر ۵۰ میلیونه ډالرو زیات عواید ترلاسه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د