نړۍ

د اسرائیل لومړی وزیر هم د الجزیرې بندېدل غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو هم د الجزیرې پر ضد څرګندونې کړې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دې وروستیو کې د مسجد اقصی په اړه د الجزیرې پر راپورونو خواشینې ښودلې او ویلي یې دي چې داسي قوانین به جوړ کړي چې له مخې يې الجزیره له اسرائیل څخه وشړل شي.

که څه هم الجزیره د مصر، سعودي، امارات او بحرین له لوري بنده شوې او دغه هیوادونو یې د مطلق بندېدا غوښتنه کړې ده، خو په اسرائیل کې لومړی وزیر د خپل هیواد د دیموکراتیک اساسي قانون له مخې نشي کولای چې د عربي هیوادونو په څېر د الجزیرې د بندېدو فرمان صادر کړي، ځکه لومړی وزیر وایی چې اول به قوانین جوړوی او بیابه د الجزیرې د بندېدا لپاره اجراءات کوي.

باید وویل شي چې په قدس شریف کې د مسجد اقصی د پيښو وروسته الجزیرې د نورو عربي او غربي رسنیو پر خلاف دغه پيښو ته پراخ پوښښ ورکړ چې له وجې يې د فلسطینیانو غږ تر نړی ورسید او اسرائیل یو ځل بیا مجبور شول چې د مسجد اقصی له مخې امنیتي کامرې او دروازې لیري کړي او فلسطینیان یو ځل بیا په ازاده توګه مسجد اقصی ته د لمانځه لپاره ننوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x