
فارياب : دولتي ځواکونو د طالبانو جسدونو ته سپکاوی کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې د طالبانو ۱۵ تنه جنګیالي وژل شوي دي چې د یو شمېر جسدونه یې د دولتي ځواکونو سره پاتې شوي دي.
ددغه ولایت څخه د طالبانو یو شمېر مسؤولینو او جنګیالیو نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږلي پيغام کې ګواښ کړی چې ددوی د جنګیالیو جسدونو ته که د سپک چلند مخه ونه نیول شي کیدای شي د دوی جنګیالي هم د پخوا په څېر په اسانه توګه د دولتي عسکرو جسدونه د هغوی کورنیو ته ونه سپاري.
سرچینې ویلي چې اوس مهال د ۷ تنو طالبانو جسدونه د کوهستان ولسوالۍ د بلچراغ په سیمه کې کمانډو ځواکونو ته ور پاته شوي دي چې هغوی یې نه یواځي دا چې سپکاوی یې کړی، بلکې له ځانه سره یې ایسار کړي او د کلي د سپين ږیرو په غوښتنه یې هم کورنیو ته نه دي سپارلي.
دغه سرچینې ویلي چې دوی ته هره ورځ د جګړې په ډګر کې د لسګونو عسکرو جسدونه پاتې کیږي چې د سپین ږیرو په واسطه یې هر وخت د انساني کرامت له مخې د هغوي کورنیو ته سپاري.
او زياته کړې د طالبانو اجسادو د تسليميدو لپاره قومي سپين ږيرو او سورصليب دواړو هڅې کړي خو په کوهستان ولسوالۍ کې ميشتو د اردو قوماندانانو دوی ته منفي ځواب ورکړی دی چې د انساني کرامت او بشري حقوقو خلاف عمل دی او جنګي جرم بلل کیږي.
