fbpx
chaman-border-explosion-1373577468-9270

چمن کې د ګمرک یو افغان مامور وژل شوی

نن ټکی آسیا: د ورکول شوي خبر سره سم، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ګمرک یو لوړپوړی چارواکی د پولې هاخوا د چمن ښار په روغني سړک وژل شوی.
د رسنیو له قوله،وژل شوی کس سردار محمد نومېده او د کندهار د اوسني امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق اڅکزي له نیږدې کسانو څخه و.

دا پېښه پرون مازدیګر رامنځته شوې او دوو موټر سایکل سپرو وسلوالو پر نوموړي ډزې کړې دي.
ویل کېږي، چې نوموړي د سختو ټپونو له کبله د چمن ښارګوټي په یوه روغتون کې ساه ورکړې او مړی یې بېرته افغان چارواکو ته سپارل شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د