fbpx

ولې عصري علوم زده کوو؟

لیکوال: زاهدالله ابراهیم زی “اندړ”

علم یوه عربي کلمه ده چې په لغت کې د پېژندنې ، شعور ، اتقان او يقين په معنی په کار وړل کېږي او په اصطلاحي معنی کې يې علماوو مختلف تعريفونه وړاندي کړي دي چې د هغوی له جملې دغه لاندي اصطلاحي تعریف غوره کوو د يوه شي حقيقت درک کول او په هغه پوهيدلو ته علم وایي.

په ټوله (مجموع) کې علم په دوو برخو وېشل شوی:

۱: دیني علم چې نقلي علم هم ورته ویل کیږي ۲: عصري علم چې (عقلي علم) یا تجربوي علم دی
عصري علوم په عمومي ډول پر دوو برخو وېشل شوي دي چې يو ډول يې مجرد ساينس او بل ډول يې تطبيقي ساينس (هغه ساینس چې عملي ساحه لري) بلل کيږي مجرد ساينس د رياضي ، الجبر ، هندسې ، مثلثاتو او داسي نورو علومو څخه بحث کوي چې هغه تطبيقي اړخ نه لري او د مجرد ساينس برخي دي

تطبيقي ساينس: هغه دي چې تطبيقي اړخ لري هغه بیا پر دوه ډوله دی: بيالوژيکل ساينس او فزيکل ساينس.

بيالوژيکل ساينس: هغه علم دي چې ژوندي يا وده کونکي موجودات څيړي.

فزيکل ساينس : هغه علم دی چې غیرحيه يا هغه موجودات تر څيړني لاندي نيسي چې ژوند نلري او وده نه کوي ، دغه علم بيا په خپل ذات کې پرڅو برخو وېشل شوی لکه : فزیک، کیمیا، جیولوژي.

داچې متن اوږد نشي او ډېر وخت ونه نیسي نو د عصري علومو په اړه په همدومره مالومات راته بسنه کوي.

د عصري علومو د اهمیت په اړه خپل بحث ته دوام:

لومړی د عصري علومو اهمیت د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو سره په ثبوت رسوم چې له دیني اړخه عصري علوم څومره د اهمیت وړ دي.

قرآن عظیم الشان چې د اسلام د مبارک دین سپیڅلی کتاب دی چې د نومړي دين د احکامو او قوانینو.. سربېره پکې د داسي علمي او ساينسي حقايقو څخه پرده پورته شوېده چې په هغه مهال (د اسلام په پېل) کې يې تصور لا هم نه کېدو، د قران کریم مبارک آیاتونه په سلو کې شل سلنه په علمي مسایلو پورې ځانګړي شوي دي او هغو علومو ته اشاره کوي چې په هغو د جاهلیت د زمانې عربو پوهېدل ناشوني وه مګر د نن ورځي د علم پرمختګ د قران کريم معجزې په اثبات رسولي دي.

چې له یادو معجزو څخه په لاندي ډول درېو معجزو ته په لنډه توګه اشاره کوم:

۱: الله جله جلاله فرمايي:( وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ….) سورت الذاریات (۴۹) ایت، ژباړه: او هر شی مي جوړه پیدا کړی….

اوس دلته پوښتنه پیدا کیږي، سمه ده حیوانات مذکر او مونث لري، اوسني ساینس ثابته کړه چې نباتات هم مذکر او مونث لري او د القاح عملیه سرته رسوي ، اوس که نور شیان مثلاً ټلویزون، چوکي، کمپيوټر، غر، سیندونه څنګه جوړه پیداشوي؟

دلته د دې مبارک ایت تفسیر ساینس کوي: هر هغه څه چې موږ یې وینو او په فضاء کې ځای نیسي هغه ماده بلل کېږي او هره ماده له بې شمیره اټومونو څخه جوړه شوي او هر آټوم درې ذرات لري چې په دې کې بیا الکترون منفي ذره ده او پروټون مثبته او نیوټرون خنثی ذره، اوس نو پوه شولو چې ټول شته موجودات لکه حیوان، ځمکه او داسې نور د مثبت او منفي ذراتو څخه جوړ دي .

۲: قرانکریم انسانانو ته په پوره وضاحت فرمايي چي: (هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا) دبقرې سورت ۲۹ ایت، ژباړه: هغه رب چې ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي، ستاسو لپاره یې پیدا کړي، اوس که وګورو د اوسني ساینسي او ټیکنالوژیکي پرمختګ اکثره عوامل یاني کیمیاوي عناصر په ځمکه کې دي، چې د ځمکې پر دغه ستري هستۍ (عناصر، مینرالونه) او نورو پوهیدل له ساینسي علومو پرته ناشوني ده ، د الله تعالي په کایناتو کې که ځمکه وي او که فضاء، فکر کول، تدبر او ذکر دی، او الله تعالی په څوځلهپه قرانکریم کی د تدبر حکم کړی.

۳: همدارنګه د الانفال سورت په (۶۰)شمیره ایت کي، الله تعالی حکم کړی چې د دښمن (کفارو او منافقینو) په وړاندي هر هغه څه چمتو کړئ چې ستاسو په وس او توان کې وي په دې اړه الله تعالی فرمايي: (وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱستَطَعتُم مّن قُوَّةٖ ….) الایه او د هغوی (دښمن) په وړاندي هر هغه څه تیار کړئ چې ستاسو په وس کې وي.

که پورتنی ایت کریمه په اوسني عصر کې تفسیر کړو، نو نن یې وجوبـي حکم دادی چې زموږ دښمن په هستوي او ذروي وسلو او لیري واټن ویشتونکو توغندیو او بې پيلوټه الوتکو سمبال دی، د الله تعالی ددې حکم له مخي موږ مسلمانانو ته امر شوی چې په ورته وسائیلو سمبال وه اوسوئ، اوس نو هستوي او ذروي وسلې او بې پیلوټه الوتکي جوړول او سایبري جګړې (cyber wars) له شکه پرته ساینسي علومو ته اړتیا لري. علماء وايي چې د پورتني ایت کریمه سره سم پر مسلمانانو کفايي فرض ده چې د دښمن په وړاندي د عصر له غوښتنو سره سم په وسائیلو او امکاناتو ځان سمبال کړي چې دا پورته کړني د عصري علومو څخه پرته امکان نه لري.

په همدې ترتیب د قران عظیم الشان ۶۱ مبارک ایتونه په ریاضیاتو، د فزیک علم (د ځمکې جاذبه او حرکت ، د هواطبقې او د اتومسفیر فشارپه اړه (۶۴) ایتونه راغلي او همدارنګه ۱۰۶ ایتونه پر اقتصاد باندې راڅرخي نو که دا ټول ایتونه تفسیر کړای شي نو سم دم به کتابتون ترې جوړ شي چې د عصري علومو د اهمیت لرلو په هکله یو بل قناعت بښونکی دلیل دی.

همدارنګه د نبي (ع) په یو حدیث مبارک کې راغلي له شکه پرته الله تعالی هیڅ درد (ناروغي) نه ده پیداکړې مګر دا چې ورته یې شفاء پیداکړې، څوک چې علم لري ورباندي پوهیږي او څوک چې بې علمه دي ورباندي نه پوهیږي. ترمذي دا حدیث صحیح ګڼلی.

اوس نو د کیمیا، طب، بیولوژي، فارمیسي پرته د اوسنیو ناروغیو لپاره کله دوا جوړیدای شي، په همدې بنسټ دا پوره اشاره ده چې کله هره ناروغي پیدا کیږي انسانان په ځانګړې توګه مسلمانان یې باید په وړاندي دوا، معالجه او حتی وقایعه ولري.

همدارنګه د اسلام د ځنو مخورو علامو ویناو ته ورګرځو چې هغوی د عصري علوم په اړه څه نظر لري:

۱:کچيرې څوک د دنيوي يا عصري علومو زده کړه د مسلمانانو د مصالحو ، لوړوالي او د کفارو څخه د مسلمانانو د بې احتياجۍ او اکتفاء په نيت وکړي نو دا لوی اجر لري ، بل دا چې د شرعي او دنيوي علومو يو ځايوالی اړین دی او دا دواړه يو له بل څخه نشي بېل کيدای ، په پخوا وخت کې ډير علماؤ شرعي او دينوي دواړه علوم حاصل کړی و، لکه ابن جوزيه رحمه الله په شرعي علم کې وتلی عالم و مګر د طب علم يي هم حاصل کړی و ، همداسې نور علماء “زادالمعاد”

۲: همدا رنګه فتاوی اللجنة الدائمة ليکي : هر عصري او دنيوي علم چې هغې ته امت اړتیا لري او په هغې باندې يي ژوند ولاړ دی لکه طب ، زراعت ، انجنيري او داسې نور که د زده کړې څخه اراده او نيت دا وي چې اسلامې امت ته مې ګټه ورسيږي ، د امت شان لوړ شي ، او مسلمانان د کفري هيوادونو څخه بې نيازه شي نو دا همغه درجات دي چې په قرانکريم ور ته اشاره شوې ده .

۳: امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب (احیاء علوم الدین ) کې د طب اوحساب علوم (ریاضیات علوم) ته کفايي فرض ویلي او د کفايي فرض علم تعریف یې داسې کړی: هغه علم چې د دنیا کارونه له هغه پرته نه تر سره کېږي ، فرض کفايي بلل کیږي . نومړی زیاتوي چې د طب علم ته د صحت په برخه کې او حساب (ریاضي) علم ته په ډېرو معاملاتو کې زیاته اړتیا لیدل کېږي ځکه کفايي فرض ده.

په همدې ډول د انسان له پيدايښت څخه تر اوسنۍ زمانې پوري انسانانو د خپلو اړتیاو او موجوده امکاناتو په نظر کې نیولو سره له مروجه علومو او آلاتو څخه ګټه پورته کوله او د وخت په تیرېدلو سره د پوهانو په زيار او هڅو سره د ژوند د هوسايني او پر مختګ لپاره پر مختللي وسائل او ماشينونه رامنځته شول ، د کښتۍ څخه نيولي تر موټره حتی تر الوتکو ، اوبتلونو او فضايې راکټونو ته خبره ورسيده ، او د موبايل ، کمپيوټر او انټرنيټ په رامنځته کېدلو سره خو نور هم د کار اسانتیا را منځ ته شوه خو مسلمانانو خپل دغه ميراث نورو ته پريښود او خپله بېغمه ورته کېنستل پداسي حال کې چې د دوی نيکونو دغه علمونه يا منځ ته راوړي دي او يا يې لیږ تر لیږه وده ورکړي وه د بېلګې په توګه په عباسي خلافت کې د هارون رشید خلیفه په وخت کې د هغه د وخت یوه مهمه لاسته راوړنه په بغداد کې د ساعت جوړول و کله چې یو ساعت د فرانسې پاچا شار لمان ته په تحفه کې ولېږل د فرانسې پاچا یې په لیدلو سره حیران شو او خپلو وزیرانو ته یي وویل دا مسلمان عجیب خلک دي د وسپنې په یو تکړۍ کې یې پیریان بند کړي چې دغه کوچني شیان یې په حرکت راوستلي دي او ټک ټک اواز کوي. له دې پورته بېلګي څخه موږ دا پرتله کولی شو چې مسلمانان نسبتاً پخوا زمانو ته ډېر شاته پاته دي او یواځنی لامل یې عصري علومو ته نه پاملرنه ده په همدې بنسټ اوس ډېری اسلامي هېوادونه دفاعي وسائل لکه الوتکي، هستوي بمونه ، پوځي سمندري بېړۍ او داسې نور یا له فرانسې اخلي او یا له امریکا او یا له داسي نورو هېوادو څخه چې ټول یې کفري هېوادونه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د