دا واقعه دشام په دمشق کې پيښه شوې ده!

ژباړه: قاري عبدالرشید عالمي

نجلۍ يوازي پوهنتون ته روانه وه، پلار يى په  دی پوهنتون کې د يوی څانګې مسٶل و، د انجلۍ درسي ساعتونه پوره شول او پوهنتون رخصت شو، هوا ډیره خرابه وه د اسمان مخه ټينګې ورېځي ډب کړيوه، کور یی پوره لري وو، اسمان وغريده، بريښنا او کړنګهار خپل بمبار پيل کړ، د باران فوارى را ښکته شوى، ږلۍ هم د مردکيو په څير په مځکه پریوتي، نور زده کړيالان تري تم شول، نا اشنا ځاي و، نجلۍ هيڅوک نه پيژندل په الله يى توکل وکړ او يو ور يى په زوره زوره وټکاوه.

يو ځوان راغى ور يى خلاص کړ، نجلۍ ته يى خپله خوب خونه خوشې کړه، هغه ټوله لنده شوي وه د سختې يخنۍ له کبله يى ژامي لړزیدى او ډيره ډاره شوي وه برقي بخارۍ یی ور چلان وه، د هلک او نجلۍ پيژندګلوې وشوه هلک هم ددى پوهنتون زده کړيال و د کرايه په کور کې اوسيدو د څو کلونو راهيسي مسافر و ډير غريب ښکاريده، نجلۍ ته يى وويل کله چې خونه توده شوه نو بخارۍ د برق څخه لري کړه، نجلۍ د هو اشاره وکړه.

ځوان بلې کوټی ته ولاړ، کوټه ډيره سړه وه، د ډير ځنډ ورسته ځوان د نجلۍ کوټی ته ورغى، تر څو خپلې سړى خونې ته بخارۍ راوړې، ور يى خلاص کړ نجلۍ په خوب ويده وه، د ځوان نه وار پار خطا شو داسې ښکلا او حسن یی په ټول ژوند کي نه و ليدلى، شيطان يى رګونه وتښنول ، لاړي یی تيري کړي، زړه يى ټوپونه پيل کړل، يو قدم مخکې شو، نجلۍ هم له چا کمه نه وه، سمه د حورو سرداره وه، ځوان خپلي جوړه سترګې د نجلۍ په مخ خښي کړي، یو څه فکر یی وکړ،  د ښې لاس موټي کلک کړ او د ګوتو څخه یی ټکا وویسته،  بخارۍ یی راواخیسته، بیرته د سړى خونې په لور رهي شو، شيطانانو په غرني خواهشاتو کې را حصار کړی وو د نجلۍ پرته بل هيڅ شى ورته نه ښکاريده، څو ځل يى د نجلۍ خونې ته د تلو هڅه وکړه، تر دروازی  به ورغی، یو څه فکر به یی وکړ او بير ته به ستون شو، شپه تيره شوه.

نجلۍ سهار وختي د خوبه را پاڅیده، د کوټی څلورو خواوو ته يي وکتل بخارۍ نه وه، نور هرڅه په خپل حال پراته و، په ځان بى باوره شوه، حجاب يى ټينګ کړ، د جامپر ځنځير يى پورته کړ او د کوټی څخه ورچينه شوه، کور ډير کوچنى و، یوازي یی دوى کوټی درلودى، په هلک يى سترګي برابري شوي هغه بى سيده پروت وو، د کړپ کړوپ پرته له کوره ووته او د خپل کور په لور روانه شوه، د کور غړو يى ټوله شپه کلي او کوڅى لټولې وې، نجليۍ هم کورته ورسیده، پلار يى د عادت سره سم خپلي پوښتني پيل کړې، نجلۍ یی په ځواب کي  ټوله کيسه ټکې په ټکې واوروله، چي را پاڅيدم سهار و هيڅ نه يم پوهه شوې، خو هغه بی هوښه پروت و.

پلار يى پوهنتون ته ولاړ د هلک پوښتنه وکړه، همصنفيانو وويل هغه ندى راغلى، په فلانې روغتون کې تر درملنې لاندي دى، هغه روغتون ته ولاړ، ډاکټرانو ور زياته کړه، چې بى سيده راوړل شوى و د لاسونو ټولې ګوتې سوي دې، هغه واټ ته ورغى، هلک ور مخکې شو ويل رئيس صيب په خير راغلى، د نجلۍ پلار دا هلک له دى وړاندى نه و ليدلى، د روغبړ ورسته یی ورځيني پوښتنه وکړه چي دا هرڅه څنګه وشول؟

هلک په دي نه پوهيدو چې دا د هغي نجلۍ پلار دى او راغبرګه يى کړه چي داسې يوه ښکلې نجلۍ د سخت باران له کبله را څخه پناه وغوښته ما هم اجازه ورکړه خو شيطان لعين ډير تنګ کړم نيږدى وه چې لويه ګناه را څخه شوى واى بله چاره نه وه د دوږخ اور مې راياد کړ او ومى ويل چې ددى اور تاب لرم او کنه؟ خپله ګوته مې په بخارۍ کيښوده تر دى چي وسوله په همدى ترتيب مې د خپل لاس ټولې ګوتې وسيځلې بيا په ځان پوه نه شوم، چې را پاڅيدم په روغتون کي وم.

بيا څه وشول؟

پلار يى ټول خلک را وغوښتل او ويى ويل، چي اى خلکو تاسو ګواه اوسئ ما خپله لور دى حق پرسته ځوان ته ورکړه په همدى سره د دواړو واده وشو.

یاالله د نن سبا ځوانانو ته د نیکۍ هدایت وکړی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د