حج – لمړی درس

لیکوال: احمد الله عاطفي

حج داسلام رکن دی

حج داسلام له پنځه بنیادي ارکانو څخه یورکن دی، چې فرضیت ئې دالله (جل جلا له) په عظیم کتاب(قرآنکریم)، درسول الله(صلی الله علیه وسلم) په مبارکو احادیثو او دامت په اجماع، دریواړوسره په قطعي توګه ثابت دی.
دامکاناتو په شتون کې ،عمل پري ثواب،پرته له عذره ئې پریښودل ستره ګناه او منکر ئې کافر دی.

دحج معنی او تعریف

دحج لغوي معنی مطلق هوډ او قصد ته وايې.

تعریف: په شرعه کې، دالله سبحانه وتعالی دخوښۍ او رضأ تر لاسه کولو په موخه دسترعبادت (حج) ټول مناسک په پاک نیت او کلک هوډ سره په عملي توګه تر سره کول دي.

دحج مناسکو آدأ کولو تفصیل (نیت، احرام ، طواف، سعیه، منی،وقوف په عرفات، مزدلفه کې، د قربانۍ هدیه ، جمرې ویشتل، او …) خپله قرآنکریم بیان کړی.

عملي توضیح او تشریح ئې د نیت او احرام تړلو نه تر طواف وداع (رخصت اخستوطواف) مناسکو پورې خپله حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دهجرت په لسم کال ، په عملي او نظري بڼه په بشپړ ډول ښودلي .

حاجي څوک دی؟

په عرف کې حاجي هغه چاته ویل کیږي چې دحج له سفره ستون شي.

په شرعي لحاظ حاجي هغه څوک دی، چې دحج ټول مناسک ئې د ستر عبادت په نیت پخپل وخت ، موقع او ځای کې تر سره کړي وي او د مناسکو له آدأ کولو وروسته په ده کې له ګناه څخه دځان ساتلو کیفیت او روحي تغیرات ولیدل شي. والله اعلم

نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د