نړۍ

تازه نظر پوښتنه: ۵۹ سلنه امریکایان له اوباما ناهیلي شوي دي

نن ټکی آسیا: یوه تازه نظر پوښتنه ښيي ، چې په سلو کې ۵۹ امریکايان د ولسمشر بارک اوباما څخه لږ یا ډېر زیات ناهیلي دي.
د سي-بي-ایس او نیویارک ټایمز په ګډه نظر پوښتنه کې همداراز راغلي، چې ۵۱ سلنه عام امریکایان د اوباما له کړنلارو ناخوښه دي، چې دا د تیرې میاشتې په پرتله د خلکو په نارضایتۍ کې ۴ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.

 په ناخوښه وګړو کې اکثریت جمهوري غوښتونکي (۹۱ سلنه) او مستقل (۶۶ په سلو) کې دي. په همدې حال کې کابو ۲۴ سلنه دموکراتان هم د بارک اوباما له کړنلارې څخه ناهیلې بریښي.
بل پلو بیا یوازې څلوېښت په سلو کې امریکایان چې د بارک اوباما له ولسمشرۍ څخه راضي دي.
همداشان جمهوري غوښتونکو وروسته له هغې چې یوه مایوسه کوونکي راپور وښودله ، چې د جنوري په میاشت کې د امریکا اقتصاد یوازې ۱۱۳زره کاري فرصتونه ایجاد کړي،د اوباما پر حکومت سختې نیونکې وکړې.
دوی وویل چې  د ملکي روغتیايي چارو په برخه کې د اوباما وروستۍ تګلاره د امریکا د اقتصادې ودې مخه نیولې او که يې پای ته ونه رسوي، ښایي له دې هم بدې پایلې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x