دیني، سیرت او تاریخ

دشیطان پېژند ګلوي (نهمه برخه)

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د شیطان د خلقت په اړه او پدې اړه بحث شوی وو چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی او هېڅکله په هېڅ صورت کې د ا نسان دوست او خیر خواه نشي کېدلی په تېرو دوو برخو کې مو د شیطان د دښمني په ۱۲ صورتونو خبرې وکړې او دهغې په دوام …

دیارلسم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه ماشوم چې نوی پیدا شي هغه هم دده له ضرر نه په امن کې نه دی چې هغه له هر لحاظ نه ددې قابل وي چې رحم ور باندې وشي ، معصوم وي ، دنیا ته نوی راغلی وی ، نازک وي خو په هغه وخت کې شیطان ده ته ضرر ور رسوي ځکه خو هغه په بده توګه ژاړي حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : صياح المولود حين يقع من نزغ الشيطان. صحیح مسلم
ترجمه : هغه ماشوم چې نوی پیدا شي هغه چې چيغه کوي دا هم د شیطان له څوخلو څخه دی .

څوارلسم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې کله په بندګانو کې داسې خلک وي چې هغوی دده خبره نه مني او دده له هڅونه په ګناه نه آخته کیږي د هغوی په اړه دی کوښښ کوي چې په بدعتونو کې یې را ښکېل کړي او داسې کارونه ورباندې وکوي چې نه په قرآن کریم کې ، نه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په سنتونو ا و نه خو د صحابه وو او سلفو په اعمالو کې مثالونه ولري اولکه وروسته په نورو برخو کې به ان شاء الله راشي چې شیطان ډېر خوشحالیږي چې کله څوک په بدعت آخته کړي ځکه کله چې په یو انسان باندې ګناه وکوي نو دا د یوکس د هلاکت سبب کیږي او کله چې یو څوک په کوم بدعت باندې اخته کړي لدې سره وروسته ډېر خلک هلاکېدلی شي کېدای شي پدې بدعت باندې ډېر خلک دده نه وروسته هم عمل وکوي .

په اوس وخت کې د ښادیو په واقعاتو کې د مړي په مراسمو کې بلکه د ژوند په هره برخه کې څومره بدعتونه زمونږ په عملونو کې را داخل شوي دي او مونږ یې داسې پالو او عمل پرې کوو لکه دا چې ښه کلک شرعي امر وي دا ټول د شیطان دښمني ده چې له مونږ سره یې پالي او مونږ ورباندې آخته کوي .

پنځلسم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې کله د شپې انسان ویده شي هغه یې په سر پورې غوټې تړي او وايی چې ویده شه شپه اوږده ده ترڅو هغه په خواږه خوب ویده پاتې کړي او دېته یې پرې نه ږدي چې د شپې له مبارک وخت نه څه ګټه پورته کړي نو د رسول الله صلی الله علیه و سلم د حدیث مطابق چې څوک ټوله شپه ویده پاتې شي هغه صبا چې را ویښ شي نو طبیعت یې خراب وي سستیا پکې وي ټوله ورځ یې د زړه زور نه وي لکه څرنګه یې چې شپه ضايع کړې وي داسې یې ورځ هم ضايع شي .

ددې امله دي چې سره ددې چې مونږ ته د تهجد فضائل معلوم دي ، پدې خبر یو چې د شپې پنځه دقیقې د عبادت را پورته کېدل یو غوره عمل دی لکن بیا هم نشو کولی چې را پورته شو.

شپاړسم صورت

د شیطان د دښمني بل صورت دادی چې هغه غواړي چې انسان په فکرونو او چورتونو کې ، کله په عبث کارونو کې د شپې آخته کړي او کله چې د سحر وخت شي نو هغه د سحر له مانځه نه ویده پاتې کړي نه یوازې دا چې د شپې له مانځه نه یې ویده او سست کړي بلکه دسحر مونځ ورڅخه قضا‌‌ء کړي لکه وروسته به یو حدیث راشي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغه کس په اړه فرمايل چې ټوله شپه یې په خوب تېره کړې وه ذاك رجل بال الشيطان غي اذنيه-او قال في اذنه . صحیح البخاري

ترجمه : د هغه کس په غوږونو کې شیطان متیازې کړې دي .

اولسم صورت

د شیطان د دښمنی بل صورت دادی چې هغه په دنیا کې د څه خلکو ، نجومیانو او کاهنانو سره مرسته کوي چې نور خلک دوکه کړي وروسته به یې تفصیلي حدیث راشي چې شیطانان هغه خبرو ته غوږ ونیسي چې ملائک یې کوي هغه واوري په دنیا کې یې څه کاهنانو ته ووایي دا کاهنان چې خلکو ته هغه خبرې کوي نو سل ورسره له ځانه وتړي خلک یې چې هغه یوه خبره وویني چې رښتیا شوه نو دا سل درواغ یې هم ورسره ومني او په هغه باندې دوکه شي پداسې حال کې چې هغه کس د هېڅ اهمیت قابل نه وي دوی ورته عزت ورکړي او هغه ته په بې جوړې احترام قايل شي .

ددې امله دي چې مونږ د ځینې خلکو له خبرو متاثر کېږو ، کله یو کوډ ګر جادو ګر مشهور کیږي خلک ورته په زیات احترام قائل کیږي سره له دې چې په حقیقت کې له هغه سره هېڅ شی نه وي .

آتلسم صورت

شیطان غل دی د خلکو له مالونو څخه غلا کوي ، د خلکو له خوراک نه خوراک کوي ، له خلکو سره د هغوی په کورونو کې شپې کوي هرڅوک چې د خوراک په وخت کې بسم الله ونه وایی ، کور ته د ننوتلو په وخت کې بسم الله ونه وايی شیطان له هغه سره خوراک کوي ، له هغوی سره څښاک کوي ، له هغوی سره د هغوی کور ته بغیر د هغوی له اجازې ننوزي که چېرته انسانان دا نه غواړي چې شیطان د له هغوی سره په یوه لوښي شریک شي او يا د دهغوی په خاصه کوټه کې له هغوی سره شپه وکوي نو کله چې کور ته ننوزي اویا په خوراک شروع کوي نو بسم الله د وايي پدې اړه له حضرت حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی :

ترجمه : کله به چې مونږ له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره خوراک ته حاضرېدلو مونږ به په خوراک باندې تر هغه وخته پورې شروع نه کوله چې ترڅو به رسول الله صلی الله علیه و سلم نه وه کړې نو اول به لوښی ته رسول الله صلی الله علیه و سلم لاس ور وړلو یو ځل چې مونږ له هغه سره خوراک ته حاضر وو نو یوه جینۍ راغله داسې راغله لکه هغه چې ټېله کېدله نو لاړه غوښتل یې چې خپل لاس په خوراک کې کېږدي رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغې لاس ونیولو بیا یو کوچی راغلو داسې راغلو لکه هغه چې د شا نه ټېله کیږي (هغه هم غوښتل چې زر خپل لاس په خوراک کې کېږدي) رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغه لاس هم ونیولو بیا رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل : بېشکه شیطان حلال ګڼی (خوراک کوي ) له هغه خوراک نه چې په هغه باندې په شروع کې د الله جل جلاله نوم یاد نه کړل شی او شیطان دا جینۍ راوستله ترڅو دا په خوراک باندې بغیر د بسم الله نه شروع وکوي او بیا ده ته هم ضمینه برابره شي چې خوراک وکوي نو ما ددې لاس ونیولو بیا یې دا کوچی راوستلو نو ما دده لاس هم ونیولو زما د په هغه ذات باندې قسم وي چې زما نفس یې په لاس کې دی چې د شیطان لاس زما په لاس کې ددې له لاس سره وو (کله چې ما ددې لاس ونیولو نو لدې سره د شیطان لاس هم وو) . صحیح مسلم

ددې امله خو رسول الله صلی الله علیه و سلم مونږ ته امر کړی دی چې خپل مالونه له شیطان څخه وساتئ او طریقه یې هم راته ښودلې ده چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : أغلقوا الأبواب, واذكروا اسم الله، فإن الشيطان لا يفتح باباً مغلقاً، و أوكوا قربكم، واذكروا اسم الله، وخمروا آنيتكم، ولو أن تعرضوا عليها شيئاً، وأطفئوا مصابيحكم.

ترجمه : خپلې دروازې بندوئ ، د الله جل جلاله نوم یادوئ (هر وخت او يا د دروازې د بندولو په وخت کې) بېشکه شیطان بنده دروازه نشی خلاصولی سرچپه کوئ خپلې کټوې او د الله جل جلاله نوم ورباندې یادوئ د خپلو لوښو سرونه پټوئ اګر که په هغه باندې څه شی په پلنوالي کېږدئ (که د کوم شي د سر پټولو لپاره څه شی نه وو نو بل داسې شی چې هغه یې سر هم پوره نشي پټولی هغه ورباندې له بسم الله سره کېږدئ ) او خپل چراغونه ګل کوئ .

یوازې دا هم نه بلکه کله چې کوم انسان په چپ لاس خوراک او څښاک کوي ، په ولاړه یې کوي نو هم شیطان ورسره شریکیږي حضرت عائشه رضی الله عنها فرمایی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایل : من أكل بشماله أكل معه الشيطان، ومن شرب بشماله شرب معه الشيطان. مسند امام احمد بن حنبل

ترجمه : څوک چې په چپ لاس خوراک کوي شیطان له هغه سره خوراک کوي او څوک چې په چپ لاس څښاک کوي شیطان له هغه سره څښاک کوي .

حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایی : أن النبي صلى الله عليه وسلم رأى رجلاً يشرب قائماً فقال له: قه، قال: لم؟ قال: أيسرك أن يشرب معك الهر؟ قال: لا، قال: فإنه قد شرب معك من هو شر منه, الشيطان. مسند امام احمد بن حنبل

ترجمه : بېشکه رسول الله صلی الله علیه و سلم یو کس ولیدو چې په ولاړه یې اوبه څښلې رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل : قی که هغه کس وویل : ولې؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل : ته دا غواړې چې پیشو د لتا سره د یوه لوښي نه اوبه و څښي؟ هغه کس وویل : نه رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل : لتا سره داسې شي اوبه و څښلې چې هغه له پیشو نه هم بد تر دی شیطان .

نو ددې امله دي چې اکثر زمونږ خلک فکر کوي چې خوراک یې زر ختم شو ، اوړه یې زر ختم شول ، په کور کې یې برکت نشته او داسې نور زمونږ د خلکو دا فکرونه په ځای وي څومره یې چې د کور د خلکو نفوس وي تر هغوی زیات ورسره شیطانان خوراک کوي ددې مشکل د حل لپاره مونږ کولی شو په کورونو کې بسم الله ویل عام کړو ، له هرشي سره ، له هر حرکت سره ، له خوراک او څښاک سره .

نولسم صورت

شیطان کوښښ کوي چې هرڅنګه وي یو مسلمان خفه او آزرده کړي ، په څه ډول یې غمجن کړي د مثال په ډول په مجلس کې ځینې خلکو ته ووایی چې دوی له یو بل سره پټې پټې خبرې وکوي چې یو بل مسلمان ورته ګوري نو هغه فکر وکوي چې دا کسان لکه چې زما په اړه څه خبرې کوي هسې نه چې ماته څه ضرر راکړي او داسې نور لکه الله جل جلاله چې فرمايی : إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آَمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (۱۰) سورة المجادلة

ترجمه : بېشکه پټې خبرې (په ګناه) (کارونو) د شیطان دي لپاره د دې چې خفه کړي هغه کسان چې ایمان ئې راوړی دی او نه دی (شیطان یا پټه خبره) ضرر سوونکي دغو (مؤمنانو) ته د هېڅ شي مګر په اذن حکم اراده د الله جل جلاله او ښائي چې خاص پر الله جل جلاله پس توکل د وکړي مؤمنان (او الله جل جلاله ته وسپاري ټول امور خپل او هېڅ پروا دې نه کوي د پټ راز ویلو د نورو څخه ) .

شلم صورت

د شیطان د دښمني ډېر خطرناک صورت دادی چې هغه له یوې خوا په انسان باندې ګناه وکوي او له بلې خوا کوښښ کوي چې دده په ګناه باندې خلک خبر شي چې لکه څنګه چې دده آخرت خراب شو داسې په دنیا کې هم و شرمیږي او ښه ذلیل شي پدې اړه امام ابن قیم رحمه الله فرمايي : ان العبد يفعل الذنب لا يطلع عليه احد من الناس فيصبح والناس يتحدثون به وما ذاك الا ان الشيطان زينه له والقاه في قلبه ثم وسوس الى الناس بما فعل والقاه اليهم فاوقعه في الذنب ثم فضحه به فالرب تعالى يستره والشيطان يجتهد في كشف ستره وفضيحته فيغتر العبد ويقول هذا ذنب لم يره الا الله ولم يشعر بان عدوه ساع في اذاعته وفضيحته وقل من يتفطن من الناس لهذه الدقيقة.

ترجمه : بېشکه یو بنده ګناه کوي او هېڅوک هم ورباندې نه خبریږي خو کله چې سحر شي خلک دده د هغه ګناه په اړه خبرې کوي دا بل څه نه دي دا همدا شیطان دی چې اول یې هغه ګناه دده لپاره ښائسته کړه او ده ته یې د ګناه وسوسه ور واچوله او بیا یې خلکو ته په زړونو کې د هغه څه وسوسه ورواچوله چې ده وکول نو له یوه پلوه یې دی په ګناه آخته کړو او له بله پلوه یې وشرمولو الله جل جلاله (سره ددې چې په ګناه کولو سره بنده دده نا فرماني وکوله هغه په بنده باندې پرده اچوی ترڅو ونه شرمیږي) او شیطان (سره ددې چې انسان په ګناه کولو سره د شیطان متابعت وکولو ) د هغه کس شرمول غواړي او کوښښ کوي چې د هغه نه پرده لرې شی او وشرمیږي بنده اکثر ځان ته په غوره کې وی چې ځه په ګناه مې د الله جل جلاله نه بغیر نور څوک خبر نه شول او په دې نه وي خبر چې دده دښمن دده د شرمولو او دده د ګناه په اړه د اواز خپرولو کوښښ کړی دی په خلکو کې ډیر کم خلک دي چې دې باریکۍ ته یې ور پام کیږی .

نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x