نړۍ

د پاکستان سترې محکمې لومړی وزیر نواز شریف نا اهله اعلان کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ زمری، ۱۳۹۶): د پاکستان سترې محکمې نن د جمعې په ورځ لوموړی وزیر نواز شریف د «پانامه اسنادو» په دوسیه کې د فساد په تور د حکومت لپاره نا اهله بللی دی.

محکمې د پاکستان د ټاکنو کمیسون ته امر کړی چی په ولسي جرګه کې د نوموړي غړیتوب هم لغوه کړي.

باید وویل شي چې د پاکستان په تاریخ کې دا دریم ځل دی چې لومړی وزیر نواز شریف خپله پنځه کلنۍ موده نشي پوره کولای. ددې تر مخه د نوموړي پر ضد یو ځل پوځي کودتا وشوه او یو ځل یې ولسمشر حکومت ور ړنګ کړ او تر وخت مخکې انتخاباتو غوښتنه یې وکړه.

د پاناما اسناد یو کال تر مخه خپاره شوي وه چې په کښي د نړۍ د اکثرو شتمنو، ولسمشرانو او سیاسي چارواکو د روا او ناروا شتمنیو یادونه شوې وه، چې په هغو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځیني جایدادونه او شتمنۍ هم وې.

د پاکستان سیاسي ګوندونو د نوموړي د محکمې غوښتنه وکړه او په محکمه کې نوموړي ثابته نه کړای شوه چې جایدادونه یې له کومه کړي دي.

سترې محکمې اعلان کړی چې تر هغو به نواز شریف په خپل دفتر کې وي تر څو چې بل کس ټاکل کیږی.

د نواز شریف او کورنۍ پر ضد به یې بله محکمه هم په راتلونکو ۶ اونیو کې جوړیږي تر څو ددوی تجارتي اړیکې او راکړه ورکړه وڅیړي.

د نواز شریف د ډلې د مالیې وزیر اسحاق ډار هم نا اهله اعلان شوی دی. نوموړی هم نه دی توانیدلی چی خپله شتمنې قانوني ثابته کړي.

د پرېکړې سره سم به تر هغو نواز شریف په لومړي وزارت کې خپله دنده پر مخ وړي تر څو چې ولسمشر غوښتنه نه وي ځیني کړې.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم د نواز شریف د ګوند دی.

سترې محکمې د نوموړي څخه غوښتي چې د قدرت د انتقال په برخه کې دي مرسته وکړي.

د پاکستان راتلونکې ټاکنې په کال ۲۰۱۸ کې تر سره کیږي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې تر راتلونکو ټاکنو به د لومړي وزیر په حیث څوک ټاکل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پاکستان کی اصلا سپینه کودتا شوی . او داسی کودتا چه نواز شریف لکه د بندی د بل جمهور ریس تر انتسابه به د جمهوری ریاست دنده تر سره کوی هغه بیجاره چیرته د تګ چانس او حق هم نه لری هغه ته ویل شوی چه د بل جمهور ریس له ټاکل کیدو وروسته به خپلی پلارنۍ هیواد برطانیا ته په ارامه او امن کی یووړل شی ستاسی د غلامی دوره ختمه شوه مونږ ته اوس د بل یو جنرال بیا اړه ده کیدی شی هغه جنرال مشرف او یا د موجوده جنرالانو څخه کوم یو وی . سره د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x