ادبي لیکنيافغانستان

لیکوال او شاعر سیف مومند په حق ورسېد

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ زمری، ۱۳۹۶): د پښتو ژبې تکړه لیکوال او شاعر حاجي سیف الرحمن مومند چې په ادبي حلقو کې یې په سیف مومند شهرت درلود، د ۵۴ کلنۍ په عمر له فاني نړۍ وکوچېد.

سیف مومند چې کورنۍ یې د ننګرهار له مومندرې سره تعلق درلود په ۱۳۴۲ هجري شمسي کال کې د خوست په ولایت کې زیږیدلی او همدلته ستر شوی و.

د شوروي یرغل نه وروسته یې کورنۍ د شمالي وزیرستان میرانشا ته هجرت وکړ. سیف مومند د خپل عمر دری لسیزې همدلته تیرې کړي. نوموړی چې په وزیرستان، بنو، خوست او نورو شاوخوا سیمو کې د ادبي هڅو او مشاعرو سرخېل بلل کیده د پښتو ژبې پیاوړی شاعر، نطاق او کیسه لیکونکی هم و.

د سیف مومند په هڅو د شمالي وزیرستان په مرکز کې د وحدت ادبي ټولنې په نوم فرهنګي ټولنه جوړه شوه چې په سیمه کې یې د پښتو شعر او ادب په برخه کې د ځوانو استعدادونو په روزلو او ادبي ذوقونو په خړوبولو کې ستر رول درلود.

سیف مومند چې د شاعرۍ په نسبت یې د سټیج سمبالولو ( انانسرۍ) په برخه کې ډیر شهرت درلود په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې به یې په ډیری جلسو، غونډو او ادبي مجالسو کې د دریځ چارې سمبالولې چې خواږه غږ او اغیزناکې نطاقي یې ډیر مینه وال درلودل.

څو کاله وړاندې چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل او په لکونو کورنۍ یې هجرت ته اړې کړې. سیف مومند چې له خپل وطن خوست څخه یې د کمونیستي یرغل له امله هجرت کړی و دا ځل یي د پاکستاني پوځ له یرغله بیرته خوست ته کډه وکړه چې تر اوسه پورې په خوست ولایت کې اوسیده.

تردې چې له ژوند سره یې مخه ښه وکړه.

د نن ټکی اسیا اداره د ژمن شاعر سیف الرحمن مومند مړینه یوه لویه ادبي ضایعه بولي نوموړي ته د الله تعالی له درباره د مغفرت او جنت الفردوس خواست کوي او کورنۍ ته یې صبر او اجرونه غواړي.

د مرحوم سیف مومند لیکلي اثار په لاندې ډول دي .

چاپ اثار :

۱ : ډکه جولۍ ( دیني ، ساینسي او نور ګټور معلومات په کې را یو ځای شوي)

۲ : څانګه به نن سبا کې ګل شي ( ادبي تذکره ده او د شاعرانو دشعرونو نمونې پکې راغونډې شوي )

۳ : سوکونه او ټانګونه ( د حماسي اشعارو کوچنی غونډ دی )

ناچاپ اثار :

۱ : د زړه وینې ( دغزلو مجموعه ده )

۲ : تورمخي (د لنډو کیسو او افسانو ټولګه ده )

۳ : رنګین سفر (د ادبي مقالو او نقدي لیکنو مجموعه ده چې دشاعرانو هنرونه پکې تلل شوي )

۴ : له اردو نه ژباړل شوی یو ادبي اثر

۵ : د جهادي او حماسي اشعارو یوه بله مجموعه

د مرحوم سیف الرحمن مومند د شعر یوه بیلګه

ناست په شپه کې یم دخپل زړګي پرهارته

داڅراغ به رسومه آن سهارته

دخوارانو له جونګړو لوګي خیږي

یاکه سپاندې ورګوزار کړې چا انګارته

دشین سترګو قافلې ته لارې څاري

که زمری کمین نیولی دی کوم ښکارته

یوخونه دی ټول جهان منصور منصور دی

وخت به کوم یو منصور وخیژوي دارته

دایي نېغ دبرندو سترګو تور باڼه دي

که طالب راکټ سم کړی دی ګزارته

ګوندې تللي زلمي بیاپرې راشي سیفه

غړومه مدام سترګې هغې لارته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x