افغانستان

د زرداد ورور پخوانی پاټکسالار قومندان «قلم» وواژه

نن ټکی اسیا شنبه، ۷ زمری، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي د مشهور قومندان (قلم) او د قومندان زرداد د ورور (شیراغا) په خپل مینځ کې وسلواله نښته کړې او په ترڅ کې يې قلم وژل شوی دی.

دواړو قومندانانو د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په بتخاک سیمه کې د ځمکې پر سر لانجه درلوده چې وروسته په خونړۍ نښته بدله شوې.

د راپورونو له مخې تېره شپه د دواړو قومندانانو پر یو بل د ټوپک شپیلۍ وراړولي او په نتیجه کې قلم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په دې نښته کې د زرداد فریادي ورور (شیراغا) هم ټپي شوی دی. خو وروستي نا تایید شوي راپورونه وايي چې نوموړي هم د ټپونو له امله ساه ورکړې.

د سيمې اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د قومندان قلم د کورنۍ غړو د هغه مړی د بګرامیو ولسوالۍ مخې ته وړی دی او د پېښې د عاملينو د نيولو غوښتنه کوي.

زرداد، قلم او چمن د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي هغه مخکښ قومندانان دي چې په تنظیمي جګړو کې يې فعاله درلوده او په نويمو کلونو کې يې په پاټکونو، غلاوو، لارې شکونې، چور او قتلونو شهرت ترلاسه کړی و.

د طالبانو د تحریک له پیل سره نوموړي پاټکوال قومندانان له هیواده وتلو ته اړ شول، خو په دې وروستیو کې چې کله د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دولت له سولې پروسې سره یوځای شو، ورسره جوخت نوموړي قومندانان هم یو ځل بیا د هیواد د سیاسي اوضاعو صحنې ته راووتل.

د کابل پوليسو وياند بصير مجاهد رسنيو ته د تېرې شپې د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي. نوموړي ويلي، چې سيمې ته يې پلاوی لېږلی او له پلټنو وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړي.

باید وویل شي چې قومندان قلم او زرداد د يو بل خپلوان هم دي.

تر اوسه د حزب اسلامي د حکمتیار ښاخ د قومندان قلم د وژل کیدو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د کابل ښار په ختيځ کې دغه نښته په داسې حال کې شوې، چې د ګډ حکوت مشر اشرف غني پرېکړه کړې، چې له کابل ښاره به ناقانونه وسلې ټولوي، خو د کابل ښار په ګډون د هېواد په لروبر کې د ناقانونه وسله‌والو سلګونه ډلې فعالې دي، چې د ټوپک پر زور يې د خلکو ژوند تريخ کړی او د همدې ناقانونه وسلو پر مټ د خلکو ځمکې او جایدادونه هم غصبوي.

د کابل ښاریان وايي، چې د قانون په نوم په کابل کې څه نه تر سترګو کېږي او هر زور واکی کولای شي، چې د ټوپک په زور له خلکو د هغوی ځمکې غصب کړي او د کورنۍ غړي يې د تاوان لپاره وتښتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x