شعـــــرونه

زما د قربانی خاوری – محمد سهیل شاهین

قدرمنو لوستونکو!
زما د شعرونو په سلسله کی دا دی یوه بله نمونه تاسی ته وړاندی کوم. دا شعر هم مخکی ما لیکلی  او پخپله کتابچه کی می ساتلی و.
په تیرو دریو لسیزو کی ، کله، کله به می  شعر ولیکه او له ځان سره به می وساته. په هغوکی ځینی یی خپاره شوی او ځینی یی لا پاته دی. دلته  تاسی قدرمنو لوستونکو ته لاندنی شعر وړاندی کوم. هیله ده د دین او وطن د مینی تنده مو پری ماته شی. د تاسی د خوشالی  په هیله

زما د قربانی خاوری

ای زما د حماسو او قربانئ خاوری
زما د عشق، زما د مستی خاوری

ستا پخاطر هر سکندر ما پرزولی دی
ستا سنګر پخپلو وینو ما ساتلی دی

ستا محبت زه برخه د ایمان ګڼم
ستا هره لویشت د سروزرو په شان تلم

ستا هره تړه یادګار زما د معرکو ده
زما د غورځنګونو، تکبیرونو او نعرو ده

ستا لپاره می لوږی تندی تیری کړی دی
ستا پخاطر می نوری مینی هیری کړی دی

اسلام دی چی یی تا لره جوش او همت درکړی
په خالی لاس یی عجیبه شان قوت درکړی

هر یوه دښمن په میدان زه ازمایلی یم
په هر ځل یی له ګمان نه دروند ختلی یم

له عقل خام دی چی بیا می لا ازمایی
دا نه ګوری تاریخ څه ورته وایی

خو زه هم لکه سپین غر هغه افغان یم
ستا ساتونکی مجاهد یم، مسلمان یم

محمد سهیل شاهین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x