ورلډ کپ: هند پاکستان مات کړ او پايلوبې ته ووت

India_teamهند پاکستان ته د ۲۹ منډو په ماتې ورکولو د کرېکېټ اتلوليو پايلوبې ته ووت. هند به اوس د شنبې/خالي په ورځ په پايلوبه کې له سريلانکا سره لوبېږي.

د هند لوبډلې ويرنډر سېواګ په ۳۸ منډو کې نهه څلوريزې ووهلې، او سچين ټنډولکر څلور ځله پنډوسکي وغورځول، خو په منډو جوړونه کې يې په ۱۱۵ پنډوسکيو ۸۵ منډې وکړې.

 

د هند لوبډله د ۹ تنه لوبغاړيو په سوځېدو ټولې ۲۶۰ منډې وکړې.

د پاکستان لوبډلې چپ لاسي پنډوسکويشتونکي وهاب رياض د هند لوبډلې پنځه لوبغاړي وسځول.

محمد حفيظ ۴۳ منډې وکړې او مصباح الحق په کلک هوډ خپلې منډې ۵۶ ته ورسولې، خو د لوبې په وروستي اوور کې د پاکستان لوبډلې له ۲۳۱ منډو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل.

راپورونو له مخې د پنجاب کرېکېټ ټولنې لوبغالي ته د ورننوتلو په موخه ټکټونه د زرګونو روپيو په بدل کې لاس په لاس شوي دي، چې د نندارچيانو شمېر ورسره اټکل ۲۸ زرو ته رسېده.

د پاکستان لوبډلې مصباح په احتياط سره لوبېده، چې لومړی يې په ۵۲ پنډوسکيو ۲۷ منډې وکړې، خو بيا يې که څه هم په ۶ پنډوسکيو کې دوه څلوريزې او يوه شپږيزه واخيسته، په روستي اوور کې پاکستان ته د ۳۰ منډو اړتيا وه چې لوبه وګټي.

د لوبې نندارې ته د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني هم ورغلی وو، چې له خپل هندي سيال منموهن سېنګ سره تر څنګ يې د لوبې ننداره کوله.

بی بی سی پښتو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.