دیني، سیرت او تاریخ

احمقان څه پورې منلډې وهي؟

اذانبسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالی فرمايې: وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا….

کله چې تاسې لمانځه لپاره ندا کوئ؛ هغوی ورپورې ملنډې وهي او لوبې ورسره کوي….

کله به چې مسلمانانو آذان کولو نو د هغې ځای ميشتو منافقينو، يهودو او نصرانيانو به منلډې وهلې او خندل به يې ، د دې حالت ځواب کې دغه آيت نازل شو.

آذان خو ډېر ښکلې کلمات لري ، چې د ملنډو هيڅ ځای پکې نشته ، آذان کې خو د الله تعالی لويوالی او عظمت بيانيږي ، آذان کې خو د الله تعالی توحيد بيانيږي، آذان کې خو د دنيا او اخرت د بريا لوري ته بلنه ده!

سبحان الله! یقینا دا هم د دې دين يوه معجزه ده چې دښمنان يې پداسې ښکلې او لوړ شعار ملنډې وهي چې د ملنډو ځای پکښې نشته، ځکه که څوک د دوی ملنډې وګوري ، نو خامخا به دوی پورې وخاندي او ملنډې به پرې ووهي ورته وايې به: نور څه نول چې د داسې سپيڅلي او د ښکلي مفهوم لرونکی آذان پوري خندا کوی او ملنډې پرې وهئ؟ هو! هغوی پرې هماغه مهال هم ښه ذليله او ټيټ او رسوا شول ، دغسې ځان شرمونکې کارته خو خپل حسد اړيستلې ؤ د اسلام او مسلمانانو دغه لوړوالي او کاميابۍ ډېر سوزول او زغملای یې نشو، خو د زړه لږ تسکين لپاره يې نور هيڅ د وسعي پوره نوو ، په پای کې يې د اسلام په لوړو او حکيمانه احکامو او ښکلو شعائرو باندې ملنډې او لوبې کولو ته ملا وتړله ، چې زه پدې کار به يې دغه دين وران کړو، خو دې کار کولو پاي کې د ډېر ذلت او شرمندګۍ نه غیر نور څه ورپريښول؟ دوی ډېر احمقان ول ، د دی پرځای چې حق قبول کړي جګړه ورسره کوي ، مخ ترې اړوي ، بيزاري ترې غوره کوي ، او د ختمولو هڅې يې کوي ، او بيا د ډېرې مايوسئ نه کومه تګلاره غوره کوي؟ د دې پرځای يې که حق ته حق ويلی او منلی يې وايې نو تر ننه به يې نومونه د نېکانو په لست او د هرمسلمان په لمانځه کې به ورته دعاوي کيدلې ، او په هغه سخته ورځ ـ قيامت ـ به يې د الله تعالی ډاډ مل او دنيا کې به يې هم سرلوړی ژوند درلود. نو الله تعالی په هماغه آيت کې يې کړنې او تګلارې په اړه فرمايې:… ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ.

نن هم؛
د هغوی په پل تلونکي نني منافقين ، يهود او نصرانيان همغه ـ د توحيد ـ لورې ته په بلنه او بلونکو (آذان او مؤذن) باندې ملنډې وهي ، دوی به مو هغه مهال ښه درک کړي وي چې کله تاسې بلنه شروع کړی ، کله چې د توحيد آذان وکړی ، کله چې د الله تعالی د قانون لورې ته بلنه وکړای شي ، او بيا د هغې د تنفيذ لورې ته راوبلل شي! وګورئ چې د هغوی سينې څومره جوش کوي ، ژبه به يې هيڅ ونه دريږي ، او که يو څو قدمه وړاندې لاړ شئ او د الهي قانون د تنفيذ لپاره هڅې ته يې وبلئ! نو څه عکس العمل به وښائې؟

د نړۍ هر طاغوت تر خپل توانه په هره لاره او ذريعه چې ممکن وي د الله تعالی ـ قانون ـ سره جګړه  کوي او نړول يې غواړي که هغه: د نړيوالو مصالحو له کبله يې نا مناسب بلل ، د عصر  تقاضا سره يې ناسم بلل ، او يا يې له دولت نه جلا کول ، او يا پرې د نيمګړتيا تور لګول ،  او يا يې پر بلونکو باندې تورونه لګول ، او ملنډې پرې وهل ، د طاغوت لوړتيا او پياوړتيا بيانول ، او يا پرې مستقیما نظامي يرغل کول ټول يوه معنا لري  : چې د الله تعالی سره جګړه  ، او دهغه له قانون سره جګړه ، د اسلام سره جګړه،  دې جګړې ته چې بيا هر نوم ورکول کيږي ، هغه بيا جلا خبره ده.
د الله تعالی دغه مخلوق ـ طاغوت ( سر غړونکی انسان) کوم چې د الله تعالی په ځمکه ژوند کوي، د الله تعالی د قانون نه کوم قانون ته مخ اړوي؟ کوم قانون ته غاړه ږدي؟ د هغه لوی ، عليم او حکيم ذات نه غير د چا بندګي اختياروي؟ د الله تعالی په بدل کې د چا پيروي غوره ګڼي؟ دی خو دې د الله تعالی دغه بې پايه کائيناتو باندې نظر واچوئ ، او ښه په غور غور د ورته وګوري، آيا د څه نیمګړتيا پکې وينې؟ لکه الله تعالی فرمايې:  الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ۖ مَا تَرَىٰ فِي خَلْقِ الرَّحْمَٰنِ مِنْ تَفَاوُتٍ ۖ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِنْ فُطُورٍ . ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ . وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِلشَّيَاطِينِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ . وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ  .

 د هغه  ـ الله تعالی ـ کائناتو کې چې هيڅ نمګړتيا نلري ـ نه يې پکې موندلای شئ ـ او له ډېرې ښکلا ، ښېګڼو ، فايدو ، حکمتونو او د هغه په يوالي باندې له ډېرو نښو ډک دی ، نو د هغې قانون به څومره کامل ، ښکلی او له حکمتونو ډک وي! ولې دهغه ښکلي قانون جوړونکې ، عليم او حکيم ذات ( چې هيڅ مثل نلري) په مقابل کې د بل چا قانون ومنو؟ آيا هغه ذات چې مونږ ـ انسانان ـ يې پيداکړي يو، او ښکلا ، علم او عقل يې راکړی دهغې نه بل حکيم او ډېر علم لرونکی  ذات شته؟ نو بيا به هغې نه بل ښکلی قانون جوړونکی له کومه شي؟ الله تعالی فرمايې: أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ .

د الله تعالی پدې نعمت بايد شکر وباسو چې مونږ ته يې عقل راکړی ، او کار ترې واخيستل شي ، ځکه کله چې د قيامت ورځ راشي کومو انسانانو چې خپل دنياوي ژوند کې د الله تعالی نه مخ اړولی او د بندګانو بندګې يې کړې پسي روان شوي ، دهغوی قوانينو ته يې غاړه ايښې وه او د توحيد بلونکي او د الله د قانون او شریعت بلونکو ته يې هيڅ غوږ نوو نيولی، نو بيا به وايې: لکه الله تعالی فرمايې:  قَالُوا بَلَىٰ قَدْ جَاءَنَا نَذِيرٌ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ كَبِيرٍ . وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ.

 دې لپاره چې؛
 مونږ دهغو کومو ته چې احمقان او ناپوهان ـ په شريعت ملنډې وهونکې ـ ويل شوي ، ډله کې رانشو ، نو بايد د الله تعالی د کتاب او توحيد لورې ته بلونکی ټيټ انسان ونه ګڼو او نه يې د دندې د لوړالی څخه تغافل وکړو ، او نه يې له بلنې مخ واړوو، بلکې په غور او فکر سره يې خبره واورو ، فکر پکې وکړو او ايمان پرې راوړو، او د دغه ډول نېکو بلنو څخه مو هيڅ ډول عذر او بهانه لکه دهغه منافقينو پڅير ـ د کفار ډېروالی او زور نامعقول دليل  ـ  په شا نکړي، د کومو حال چې الله تعالی بيانوي:  فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰ أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ.
ځکه د دې کفارو کومو ته چې دوی په ډېر لوی نظر ګوري ، او هر کار او خبره يې ورته د کاڼې کرښه او یقیني کيدونکې ښکاري ، او د هغوی له ويري اسلام ته پوره غاړه نږدي او يا د هغوی نه زړونو کې تمه ساتي او ملګرتيا ورسره کوي، او له ويري يې د الهي قانون نوم نه اخلي او يايې د تنفيذ څخه ډار محسوسوي ، او د مسلمانانو دغه هڅي او کوښښونه هسي بي فايدې او د غو کفارو په لاس باندې ختميدونکي بولي ، او پدې هيڅ عقيده نلري چې الله تعالی به همدغه مسلمانان په ټوله نړۍ باندې حاکمان وګرځوي ، او هماغه کفار به د همدې لږو خلکو په لاس مات او ذليله کړي ، کله چې فتح راشي ـ انشاءالله ـ  بيا به دغه همت بايلونکي پخپلو دغو کارونو باندې ډېر پښمانه او شرمنده واوسيږي ، لکه الله تعالی فرمايې: فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ .

دغه کفار چې نن ملنډې وهي ، حقيقت کې ټول د خپلو سينو حسد، رخې او کبر دې کارته هڅولي ترڅو يې پرې زړونه لږ ارام ومومي ، الله تعالی به يې په همدې اور (حسد) کې مړه کړي، او دغه ـ شریعت ـ رڼا به مړه نشي ، کچيرته ريښتیا هم دغه قانون د خندا وړ او نيمګړی ؤ ، نو دوی به د هغې ورانول څه چې پوره ناخبري به يې پرې اختیار کړې وه ، او مونږ به يې پکې پريښي وای ترڅو مونږ ټول ـ مسلمانان ـ نړۍ ته د خندا وړ وګرځو او د نړۍ خلک پخپله زمونږ له دين او الهي قانون څخه متنفره شي! خو داسې نده ، بلکې پرمونږ يې دغه دين او الهي قانون نه لوريږي او جګړه راسره کوي ترڅو يې لمينځه يوسي او خلکو ته د دغه ښکلي نظام ښېګڼې ښکلا او حکمتونه ورښکاره نشي ، او نړۍ لدې نيمکرغۍ څخه بې برخې او د دوی تر ظالمانه بې انصافه قانون او نظام لاندې په تياره کې پاتې شي ، خو دا هم د دوی بې فائدې هڅې دي، يوه ورځ به الله تعالی دغه دين غالب او نړيوالو ته به  خپل ښکلي نظام او قانون په هر دولت کې وښايې ، او دهغې عظمت او کمال به ټولو ته ښکاره شي ، او د دې طاغوتيانو هڅې به د دې ښکلي نظام مقابل کې هسي د خندا وړ لوبې وبولي، اګر که دغه طاغوتيان د دې دين ـ اسلام ـ په ځمکه کې پايښت نه غواړي، لکه فرمايې: يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

د دوی دا ټولې هڅې به بې نتېجې شي او بيا به پرې پښمانه وي ، چې بيا به د دوی ندامت او پښيمانتيا هيڅ فایده نلري ، نو سر د نن نه پکاره ده چې الله تعالی ته رجوع وکړو، ووايو: يا الله ستا قانون تر ټولو غوره او بلونکی يې تر ټولو هوښيار او منونکی يې ستر کامياب ، او سرغړونکی  که هغه پرې ملنډې وهي او يا ورسره په بله هره لاره جګړه کوي ، ترټولو ذليل او احمق انسان دی ، دا کار ځکه کوي :  ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x