
ظهار څه شی ته وايي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
(ظهار) له (ظهر) څخه اخیستل سویدی، ظهر په عربي ژبه کي و (شا) ته ویل کیږي د شریعت په رڼا کي ظهار ودې ته ویل کیږي چي یو څوک خپلې ښځې ته د مور یا بلي محرمې ښخې ته د یوه اندام سره تشبیه ورکړي، لکه:
ته پر ما داسي یې لکه زما د مور شا.
یا لکه:
ته پر ما داسي یې لکه زما د مور نس.
دې ته ظهار ویل کیږي، دغه یې صریح الفاظ دي، او ځیني بیا د ظهار کنایه الفاظ دي لکه:
ته پر ما لکه خور داسي یې.
ته لکه زما مور داسي یې.
په دې الفاظو کي نیت معتبر دی، که چیري یوه سړي دغه الفاظ د ظهار په نیت سره وویل ظهار واقع کیږي، که چیري یې دغه الفاظ د طلاق په نیت سره وویل طلاق بائن واقع کیږی، او که چیري یې د عزت او قدر له کبله دغه الفاظ وویل بیا شی نسته.
که چیري یو څوک خپلې ښځې ته داسي ووايي:
خورې!، مورې! ته زما خور یې، ته زما مور یې. داسی الفاظ مکروه دي، دا لغو الفاظ دي، نه په دې طلاق واقع کیږي نه ظهار
د ظهار کفاره:
د ظهار د کفارې بیان په دې مبارک ایات کي سویدی:
(وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ذَلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ*فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا فَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِيناً) [المجادلة:3،4]
دغه کس چي داسي الفاظ ووايي چي ظهار واقع سي ، د ظهار کفاره به اداء کوي هغه داده:
۱: مریی به ازادوي.
۲: که چیري مریی نه وو، بیا به دوې میاشتې پر لپسې روژې نیسي.
۳: کې روژې نسوای نیولای بیا به ۶۰ مسکینان مړوي.
و یکره قوله: انت أمي، و یا ابنیی و یا اختی ونحوه، درمختار- جزم بالکراهة تبعاً للبحر والنهر، والذی فی الفتح: وفی انت امی لا یکون مظاهراً وینبغی ان یکون مکروهاً، رد المحتار: ۲/ ۵۵۷)
(فتاوی محمودیه ۱۳/ ۳۲۵، رد المحتار: ۲/ ۱۵۰، جامع الفتاوی ۱۰/ ۲۳۴) (کفایت المفتی : ۶/ ۴۴۰) (خیر الفتاوی ۵/ ۲۴۸)
(فتاوی مفتی محمود ۶/ ۳۵۳)