دیني، سیرت او تاریخ

د كور څخه د وتلو او ننوتلو سنتونه

محب الله ذاکر

۱- له كور څخه د وتلو دعا

۞ بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ .

ژباړه:
د الله جل جلاله په نامه سره (له کوره وځم) په الله جل جلاله باندې توکل او تکیه کوم، او نسته هیڅ قوت او طاقت (ګناه څخه د ساتلو او د نیکیو د کولو) مګر د لوړ او باعظمت الله په توفیق سره.
فضیلت: كله چې (انسان) دا ووايي، نو پدې وخت كې ورته (د ملائکو لخوا) ويل كيږي: لارښوونه درته وسوه، بسنه (كفايت) درته وسوه او وساتل سوې، او شيطان به ځني لرې سي.
(ابوداود، والترمذي)

۞ اللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَضِلَّ، أَوْ أُضَلَّ، أَوْ أَزِلَّ، أَوْ أُزَلَّ، أَوْ أَظْلِمَ، أَوْ أُظْلَمَ، أَوْ أَجْهَلَ، أَوْ يُجْهَلَ عَلَيَّ .

(ترمذي، ابن ماجه)

ژباړه:
الهي! زه په تا سره پناه غواړم له دې چې زه بې لارې سم، یا مې بل څوک بې لارې کړي، یا وښویږم، یا وښویولی سم، یا ظلم وکړم، یا ظلم را سره وسي، یا (چا ته) ضرر او نقصان ورسوم، یا راته (له بل چا څخه) ضرر ورسولی سي.
په دې ډول انسان په شپه او ورځ كښې ډېر ځله له كور څخه وځي، كله د لمانځه لپاره مسجد ته ځي، او كله هم د ورځني ضرورتونو لپاره بهر ته (دباندي) وځي، که هر ځل د وتلو پر مهال دا سنت عملي كړي نو ډير لوى اجر به هره ورځ ترلاسه كړي.

يادونه:
د وتلو پر مهال د پورتنيو سنتونو په ادا كولو سره لاندې فوائد ترلاسه كيږي:
• انسان ته د دنيا او آخرت په كارونو كې د الله جل جلاله له خوا كفايت ترلاسه كيږي.
• انسان د هر شر څخه ژغورل كيږي كه د انسان له خوا وي او كه د جنياتو (پيريانو).
• انسان هدايت ترلاسه كوي، او د دنيا او آخرت په كارونو كښې له ګمراهۍ څخه ساتل كيږي.
۲- كورته د ننوتلو پر مهال بسم الله ويل
امام نووي رحمه الله فرمایي: کورته د ننوتلو پر مهال بسم الله ويل، د الله جل جلاله ذکر کول، او د کور خلکو ته سلام ورکول مستحب دي.

۳- كور ته د ننوتلو دعا ویل

۞ اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ الْمَوْلَجِ وَخَيْرَ الْمَخْرَجِ بِسْمِ اللّٰهِ وَلَجْنَا وَبِسْمِ اللّٰهِ خَرَجْنَا وَعَلٰى اللّٰهِ رَبِّنَا تَوَكَّلْنَا.

(ابوداود)

ژباړه:
الهي! زه له تا څخه كور ته د ننوتلو او وتلو د خير او بهترۍ سوال كوم، د الله جل جلاله په نامه سره ننوتلم، او د الله جل جلاله په نامه سره ووتلم او په الله جل جلاله باندې چې پروردګار مو دى توكل كړى.
۴- مسواك استعمالول
نبي كريم صلى الله عليه وسلم به چې كله كور ته ننوتلو نو مسواك به يې وهلو.

(مسلم)

۵- د كور خلكو ته سلام كول
۶- كور ته د ننوتلو په وخت ذكر كول
نبي كریم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «كله چې يو كس كور ته ننوځي، او د الله جل جلاله ذكر وكړي، او بيا د ډوډۍ په وخت كې هم ذكر وكړي، نو شيطان خپلو ملګرو ته ووايي، چې په دې ځاى كښې ستاسې لپاره نه د شپې ځای سته او نه هم د خوراك».

(مسلم)

ماخذ علیکم بسنتی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x