دیني، سیرت او تاریخ

آسانه نېکيانې (پنځمه برخه)

 دکتور کفايت الله (وردګ)

د سمندر تر ځګ زيات ګناهونه معاف کېدل

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : په دنيا باندې داسې کس نشته چې هغه لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ وَ سُبْحَانَ اللَّهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَةَ إِلَا بِاللهِ ووايي مګر د هغه ګناهونه به له هغه څخه لرې کړل شي اګر که د سمندر له ځګ نه هم زيات وي . حسنه الترمذي

په اسلام کې زيات عمر غوره دى

د حضرت عبد الله بن شداد رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي : د بني عذرة قبيلې نه درى کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل اسلام يې قبول کړو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : دوى ته به ځاى څوک ورکړي؟ حضرت طلحه رضی الله عنه وفرمايل زه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم نو دا کسان بيا د حضرت طلحه رضی الله عنه سره وو رسول الله صلی الله علیه وسلم چېرته غازيان لېږل دا يو کس يې پکې لاړو هغه په شهادت ورسېدو يو څه وخت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د غازيانو بله ډله چېرته لېږله ددوى نه يو کس پکې لاړو هغه هم په شهادت ورسېدو په هغوى کې دريم کس په خپل مرګ باندې وفات شو حضرت طلحة رضی الله عنه فرمايي ما وليدل چې ټول درى واړه په جنت کې وو دا په خپل مرګ چې وفات شوى وو دا مخکې وو او هغه دوهم چې شهېد شوى وو هغه ورپسې وو او تر ټولو نه اول چې شهيد شوى وو هغه د ټولو نه وروسته وو …. ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا خوب وويل هغه مبارک صلی الله علیه وسلم راته وويل : نو پدې کې څه شى درته عجيب ښکاره کيږي؟ د الله جل جلاله په وړاندې هېڅوک هم لدې نه غوره نشته چې د يو چا عمر په اسلام کې تيريږي هغه زيات اللَّهُ أَكْبَرُ سُبْحَانَ اللَّهِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ او الْحَمْدُ لِلَّهِ وايي . قال عنه الألباني إسناده حسن وهو صحيح على شرط مسلم

څلور غوره کلمات

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : بېشکه الله جل جلاله غوره کړې دي څلور کَلمې سُبْحَانَ اللَّهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَ اللَّهُ أَكْبَرُ چا چې سُبْحَانَ اللَّهِ وويل هغه ته شل نيکي ليکل کيږي ، شل ګناهونه ورڅخه ختميږي چا چې اللَّهُ أَكْبَرُ وويل نو په همدې ډول او چا چې لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّه وويل نو په همدې ډول او چا چې الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِ العَلَمِيْن وويل له خپل زړه نه هغه ته به دېرش نيکي وليکل شي او دېرش ګناهونه به ترېنه لرې کړل شي .

د اور نه ډال (سپر)

حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : خپل ډال مو واخلئ .. مونږ ورته وويل يا رسول الله صلی الله علیه وسلم د دښمن په مقابل کې چې راغى!! رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل نه بلکه د اور نه د ساتنې لپاره ډال وواياست:
سُبْحَانَ اللهِ الْحَمْدُ للهِ لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ اللهُ أَكْبَرُ
بېشکه دا به د قيامت په ورځ راځي نجات ورکوونکې او مقدمه کونکې او همدا پاتې کېدونکې نيکيانې دي . صححه الالباني

اسانه صدقات

حضرت ابو ذر رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته څه کسان راغلل ورته يې وويل : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم دې مالدارو خلکو خو اجرونه واخيستل هغوى هم همداسې مونځ کوي لکه مونږ يې چې کوو، همداسې روژه نيسي لکه مونږ يې چې نيسو ، او د هغوى سره چې مالونه دي هغوى خپل مالونه صدقه کوي (او مونږ هغه ډول صدقې نشو کولى) رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ولې تاسې ته الله جل جلاله داسې څه نه دي درکړي چې تاسې يې صدقه کړئ؟ بېشکه هر سُبْحَانَ اللَّهِ صدقه ده ، هر اللَّهُ أَكْبَرُ صدقه ده ، هر الْحَمْدُ لِلَّهِ صدقه ده ، او هر لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ويل صدقه ده ، په نېکو باندې امر کول صدقه ده ، له بدو څخه منع کول صدقه ده ، او په حلاله توګه جماع کول صدقه ده دوى ورته وويل : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې به څوک وي هغه به خپل شهوت پوره کوي نو پدې کې هم اجر دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : ستا څه رايه ده که چېرته دا حاجت په ناروا کې پوره کړي نو ګناه به يې وي؟ نو په همدې ډول کله يې چې په حلاله توګه پوره کړي نو پدې کې اجر دى. صحيح مسلم

نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x