ټکنالوژي

مایکروسافټ ډيلي موشن رانیسي

نن ټکی آسیا: د معلوماتي ټیکنالوژۍ سرچینې خبر ورکوي، چې د مایکروسافټ او ډيلي موشن ویب پاڼې د څښتن ترمنځ د ډیلي موشن د اخیستلو پر سر خبرې- اترې روانې دي.
ډيلي موشن له یوټیوب وروسته په انټرنیټي نړۍ کې د ویډيوګانو دوهم ستر او مشهور ویب سایټ دی،چې له  ۲۰۰۵ کال راهیسې يې په فعالیت پیل کړی.

ډیلي موشن وروسته له هغې په خلکو کې لا زیات محبوبیت خپل کړ، چې یوټيوب د کفري او غربي نړۍ له لورې  اسلام سپېڅلي دین ته د سپکاوي او مسلمانانو دیني ارزښتونو ته توهینونکي مواد خپاره کړل.
د ډيلي موشن ویب پاڼې څښتن (اورنج) هم د امریکا د متحده ایالاتو اوسېدونکی دی  او تېر کال په دې لټه کې و؛څو خپله ویب پاڼه پر یاهو وپلوري؛خو د ځينې قانوني پړاونو په طی کولو کې پاته راغلي وو.
اوس – اوس مایکروسافټ د داسې لارو-چارو پر موندلو بوخت دی، چې د ډيلي موشن څښتن (اورنج) دې ته اړ باسي، چې خپله ویب پاڼه پر مایکروسافټ د خپلې خوښې بیې په بدل کې وپلوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x