افغانستان

امریکا افغان امنيتي ځواکونو ته د يونيفورم له ورکولو انکار کړی

نن ټکی اسیا شنبه، ۷ زمری، ۱۳۹۶): د امریکا کانګريس پرېکړه کړې، چې د افغانستان ملي اردو او پولیسو ته د يونيفورم لپاره ځانګړې شوې بوديجه ور نه کړي او لامل يې د يونیفورم لپاره په تېرو وختونو د افغان چارواکو له لوري فساد ښودل شوی دی.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو پلټونکي «سیګار» ټيم ويلي و، چې د افغان امنيتي ځواکونو د يونفيوم په برخه کې اته ويشت ميليونه ډالره ضايع شوي دي.
کانګریس هم وايي، چې د نورو پروژو سربېره د يونیفورم په انتخاب او اخيستو کې هم اته ويشت ميليونه ډالره ضايع شوي او دوی پرېکړه کړې، چې له فساد د ډکو پروژو مخه ونيسي او دا يې يوه برخه ده.

تېره اوونۍ د امريکا دفاع وزير جيمز مټیس هم افغانستان کې د پنټاګون په شپاړس کلنې تګلارې نيوکې کړې وې او ويلي يې و، چې پنټاګون په افغانستان کې د امریکايي ولس ميليونونه ډالر ضايع کړي دي.

جيمز مټیس ويلي، چې دوی به افغانستان کې د شوو تېروتنو اصلاح وکړي او په راتلونکي کې به د دغه ستونزو او ناسمو پرېکړو مخنیوي لپاره سټراټيژي جوړه کړي.

د جيمز مټيس نيوکه يوه هم د پنټاګون له لوري د افغان عسکرو د يونيفومر موضوع وه، چې له امله يې اته ويشت ميليونه ډالره ضايع شوي دي.

سيګار وايي، چې يوازې د افغان ځواکونو د يونيفورم موضوع د فساد ښکار نه ده، بلکې افغانستان کې د امریکا او نړيوالې ټولنې په مرستو شوي ډېری قراردادونه د فساد ښکار دي او بايد د مخنيوي لپاره يې جدي هڅې وشي.

د سپينې ماڼۍ د سټراټيژي مشر سټيفن بینان ويلي، چې افغانستان کې د امریکا مرستې تر ډېره بې ځايه لګول شوي او له ولسمشر ټرمپ څخه يې غوښتي، چې افغانستان سره هر ډول بشري او پوځي مرستې ودروي.

د سټيفن په باور د امريکايي ماليې ورکوونکي ولس مرستې بايد په اوبو لاهو نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مرادى

اوس خودابادارانو هم وربانى پيسى ودرولى اوسبه له چاسخه مددغواړى غلامان غلامان

mha

Money given to supply uniform went to pockets and the people who stole the money are living like kings and no body can tell any thing to them, how could this government fight against enemies if it can not control corruptions.

الحاج استاذ بیانزی

who are the enemies and who is the Govt.?
Corruption can control corruption ?.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x