افغانستان

هلمند : ناوه کې ۲۵ سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۷زمری، ۱۳۹۶):د هلمند ولايت په ناوه ولسوالۍ کې تېره شپه د دولتي ځواکونو پر امنيتي پوستو د طالبانو له لوري بريدونه شوي.

د هلمند والي حيات الله حيات او د نوموړي ويندوی د پيښي د پخلي تر څنګ مني چې په پرونۍ جګړه کې د دوی پنځه امنيتي سرتيري وژل شوي.

پېښه د يادي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه له طالب دوراهي سره رامنځته شوې.

يوې امنيتي سرچيني د نوم نه څرګندولو په شرط سلام وطندار ته ويلي چې د طالبانو له لوري پر هغي امنيتي پوستې د بريد له امله چې نژدې ۲۰ تنه امنيتي سرتيري په کې مېشت وو ، ۱۰ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي خو د پاته نورو پنځو سرتيرو له معلوماتو ورکولو يې ډډه کړې.

طالب ويندوی قاري يوسف احمدي نن ټکي اسيا ته په رالېږل شوي خبر پاڼه کې په ډاګه کړې چې د تيري شپې په بريد کې يې ۲۵ پوليس او اربکيان وژلي او جسدونه يې لا پر ميدان پاته دي.

طالبان وايي دولتي سرتيرو ته يې دروند مالي زيان هم اړولی.

ياد بريد داسي مهال رامنځته کيږي چې څو ورځي وړاندي امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ مرکز نژدې له لسو مياشتو وروسته له طالبانو ونيوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close