افغانستان

د ګيلان امنيه قومندان او ۳۰ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۷زمری، ۱۳۹۶):وسله والو طالبانو د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په يو مرکز او پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د ګيلان امنيه قومندان او څلور پوليس وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ وياند فقيم امرخېل د نوموړي وژل کېدل تائيدوي او وايي، چې تېره ورځ طالبانو په ورو سيمه کې د پوليسو په پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان څارمن عبدالمتين او درې نور پوليس وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په دغه بريد کې يې دولس طالب وسله والو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې په دغه بريد کې د امنيه قومندان متين په ګډون اووه پوليس وژل شوي دي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، په دغه جګړه کې يې د دولتي ځواکونو ټانګونه هم ويجاړ کړي دي.

د يو بل خبر له مخې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په يوه قرارګاه او پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په دغه پېښه کې ۱۲ پوليس وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

ياده پېښه تېره شپه د ناوې ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، په دغه بريد کې د دوی وسله والو له دولتي ځواکونو يوه قرارګاه او دوه پوستې نيولي او زياتوي چې ۲۵ تنه پوليس او اربکيان وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په سيمه کې پراته دي.

د هغه په وينا، په دغه جګړه کې يې له عسکرو څخه په زياته اندازه درنه او سپکه وسله، د شپې دوربنيونه نيولي دي او په ګڼ شمير کې پوځي توکي او مهمات هم د دوی لاسته ورغلي دي.

د هلمند والي حيات الله حيات پېښه تائيدوي او وايي، چې په ياده جګړه کې يې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده، خو وسله والو طالبانو په دواړو پېښو کې خپلو پلويانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close