نړۍ

له ۵۰ کالو کم فلسطينيانو باندې مسجد اقصی ته د ورتګ بنديز لګيدلی

اسراييلي عسکرو له پنځوسو کالو کم فلسطينيانو باندې مسجد اقصی ته د ننوتلو بنديز لګولی.

د عربي رسنيو له قوله د تېرې سه شنبې په ورځ د اسراييلي امنيتي قواوو او فلسطينيانو تر منځ د مظاهرو پر مهال له تاوتريخوالي وروسته صهیوني عسکرو دغه بنديز لګولی دی.

د اسراييلي پوليسو وياند ويلي چې، نور به د جمعې لمونځ ته له پنځوسو کالو کم فلسطينيان نشي راتلای او يوازې هغه لمونځ کوونکي اقصی مسجد ته راتلای شي چې، عمرونه يې تر پنځوسو کالو زيات وي. د يادونې وړ ده چې اسراييلو دا فيصله پداسې وخت کې کړې چې، پارلمان يې یهودانو ته د اقصی جومات سره نژدې د استوګنې لپاره پر قانون جوړولو بوخت دی.

بل پلو د اردن حکومت پريکړه کړې چې، که اسراييلي پارلمان د يهودو استوګنځي قانوني وګرځول نو، دوی به د اسراييلو سفير له خپل هيواده وشړي. د اردن لومړي وزير اسراييلو ته خبرداری ورکړی چې، که اسراييل له خپل هوډه وانوښتل، نو دوی به اسراييلو سره د امن تړون هم لغوه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x