نړۍ

واشنګټن پوسټ: د ټرمپ بېړۍ په ډوبېدو ده

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادرې په اړه دوه مقالې خپرې کړي او دواړو مقالو کې وړاندوينه شوې، چې د ټرمپ بېړۍ مخ پر ډوبېدو ده.

دواړو مقالو کې راغلي، چې د ټرمپ له ادارې د ځينې مهمو چارواکو وتل، د ټرمپ د ټاکنيزو ژمنو څخه يې يوه هم نه پورل کول او همدارنګه په سپينې ماڼۍ کې د چارواکو تر منځ نه همغږي د ټرمپ ادارې د زوال لامل شوې ده.

د يوې مقالې ليکوال کاتلین پارکر ليکلي، چې ټرمپ په ټايټانک بېړۍ کې سپور دی، د غرقېدو پر لور مزل کوي، د غرقېدو شېبې يې نژدې دي او په وروستي وخت کې به ډېر لږ ملاتړي د هغه ژغورنې هڅې وکړي.

لیکواله زياتوي، چې د ټرمپ شاوخوا چارواکي ناپوهان او خاينان دي، هر څوک، چې د روسيې نوم يادوي په امريکايي ټولنه کې خپل شخصيت او ديموکراسي ته زیان رسوي.

کاتلین پارکر ټينګار کوي، چې د ټرمپ د ادارې چارې ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دي او د زوال خطرناکې شېبې يې رانژدې شوي دي.

يوې بلې ليکوالې ورت مارکس هم واشنګټن پوسټ ته «سپينه ماڼۍ ويجاړېږي» تر عنوان لاندې مقاله ليکلې ده. ليکواله وايي، چې د سپينې ماڼۍ د ويجاړۍ وخت رانژدې شوی او يوازې د تېرو دوو ورځو کړنې به د دې لامل شي، چې د سپينې ماڼۍ د سټراټيژيکې څانګې مشر سټيفن بینان هم له خپلې دندې لاس پر سر شي.

دواړو ليکوالو د سپينې ماڼۍ د چارواکو په استعفاګانو او د سپينې ماڼۍ د اړيکو د نوي مسوول په ټاکنه نيوکې کړي دي. دواړو مقالو کې راغلي، چې د سپينې ماڼۍ د اړيکو نوی مشر انتوني سکاراموچي «خپلسری، جګړه مار او لانجمن انسان دی».

 ليکوالانو ويلي، چې تېره ورځ د سپينې ماڼۍ د مشر چارواکي راينس پريباس استعفا او د بارک اوباما د پروګرامونو لغوه کول د ټرمپ ناکامي ده.

ورت مارکس وايي، چې د جمهوري پلوو له لوري د اوباما د روغتيايي قرارداد ملاتړ د ټرمپ د زوال نښه ده، همدارنګه دا اوس روښانه شوې، چې ټرمپ په ځان کې د بدلون وړتيا له لاسه ورکړې او نه شي کولای، چې ولسمشرۍ ته دوام ورکړي.

دواړو ليکوالانو د خپلو مقالو په پای کې ويلي، چې يوازېنۍ نامعلومه خبره دا ده، چې د ټرمپ په مشرۍ به سپينه ماڼۍ کله او څنګه ويجاړه شي او د هغو ويجاړيو اندازه به هم وروسته معلومه شي، چې د ټرمپ له لاسه امريکا ته رسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x