نړۍ

شهباز شريف د پاکستان لومړی وزير وټاکل شو خو شاهد خاقان لنډ مهاله

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۷زمری، ۱۳۹۶): د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له ګوښه کېدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند پرېکړه کړې چې د نواز شريف کشر ورور شهباز شريف به د لومړی وزير پر ځای وي.

مسلم ليګ ن ګوند پرېکړه کړې چې شهباز شريف به د پاکستان لومړی وزير وي خو د پاکستان له قانون سره سم نوموړی تر هغو نشي کولای د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کړي تر څو يې د پارلمان غړيتوب نه وي تر لاسه کړی.

د پاکستان لنډ مهاله ټاکل شوی لومړی وزير شاهد خاقان د مسلم ن لیګ ګوند غړی

د مسلم ليګ ن ګوند د پرېکړي په اساس تر څو چې شهباز شريف د پارلمان غړيتوب تر لاسه کوي پر ځای به يې شاهد خاقان عباسي د لومړي وزير په توګه دنده پر مخ وړي.

شاهد خاقان عباسي هم د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر غړی دی چې په ۲۰۱۳ م کال کې د نواز شريف له لوري د طبيعي سرچينو د فدرالۍ وزير ټاکل شوی وو او د نواز له نژدې کسانو شمېرل کيږي.

د پاکستان سترې محکمې د تيري جمعې په ورځ لومړی وزیر نواز شریف د «پانامه اسنادو» په دوسیه کې د فساد په تور د حکومت لپاره نا اهله وباله او همدا راز يې د ټاکنو کمېسيون ته امر وکړ چې په ولسي جرګه کې د نوموړي غړيتوب لغوه کړي.

د نواز شریف او کورنۍ پر ضد یې بله محکمه په راتلونکو ۶ اونیو کې جوړیږي تر څو د دوی تجارتي اړیکې او راکړه ورکړه وڅیړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

کله چی په امریکا کی د ټرمپ او هیلری کلینټن تر منځ انتخاباتی. مبارزه روانه وه نو ما پخپله یوه لیکنه کی وړاندوینه کړی وه چی که ټرمپ قدرت ته ورسید نو لومړی ګذار به یی د پاکستان په ملکی حکومت یعنی نوازشریف باندی وی او له هغه وروسته به د اشرف غنی نوبت وی . اوس به معلومه شی چی اشرف غنی څومره مقاومت کولای شی

محمدنعیم سادات

کله چی په امریکا کی د هلیری کلینټن او باراک اوباما په منځکی انتخاباتی مبارزه روانه وه ما پخپله یوه لیکنه کی وړاندوینه کړی وه چی که چیری ټرمپ قدرت ته ورسی نو لومړی ګذار به یی د پاکستان په ملکی حکومت یعنی نوازشریف باندی وی او وروسته له هغه به د ښاغلی اشرف غنی نوبت وی . اوس چی همداسی وشول او نوازشریف له صخنی ویستل شو نو فکر کوم چی اوس به اشرف غنی د فشار لاندی راشی او ښاغلی ټرمپ به په سیمه کی د خپلو پلانونو د عملی کولو لپاره زمینه برابروی . په پاکستان کی… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

بښنه غواړم زما مطلب د هیلیری کلینټن او ټرمپ په منځکی انتخاباتی مبارزه وه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close