شعـــــرونه

ګوره مه مې پوښته/ ملا محمد مطمئن

ملامحمدمطمئن

زما د ژوند قیصه اوږده ده ګوره مه مې پوښته
ډېره نادره عجیبه ده ګوره مه مې پوښته

په دا پرهر،پرهر زړګي مې مالګې مه دوړوه
له دردو ډکه مې سینه ده ګوره مه مې پوښته

اول ځواني وه له هر چا نه بې پروا ګرځېدم
اوس مې د ژوند بیړۍ چپه ده ګوره مه مې پوښته

زهیر زړګی مې دی د خړې سپېرې دښتې په شان
په کې یو چا د یاد رمه ده ګوره مه مې پوښته

ډېرو خوږو،خوږو یارانو رانه کډې بار کړې
اوس ترېنه ډکه ادیره ده ګوره مه مې پوښته

څه ښکلی وخت وه چې د شپې به باڼډارونو ته تلوو
اوس په رڼا ورځې خطره ده ګوره مه مې پوښته

راپسې ګرځي (مطمئنه) د غمو قافلې
بس خوشحالي رانه خپه ده ګوره مه مې پوښته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x