ادبي لیکني

زما دژوند تر ټولو ترخه خاطره «لومړۍ برخه»

 شهیدمل نیازی

یو ډیر نږدې ملګری مې وه دپلار له لوري می ترورزی هم کیږي ؛

په ټول قیصه کې مې دده نوم دترورزي په نوم یاد کړي ده؛

له خپلو ورور سره یې په ځمکه لانجه وه او دا یې له ځان سره وعده کړي وه ؛

چې که چیرته زما د ځمکې لانجه حل شوه ماته پیسې په لاس راشي زه به طالبانو ته یو دانه هشتادودو “82mm” توپ اخلم!

د 2014 کال دروژي مبارکې 28 شپه وه ترورزی مي ټلیفون راته وکړ چې د مسجد خواته راشه لږ کار درسره لرم زه هم له کور نه ورته راووتلم ؛

ګورم چې ترورزی می دمسجد په کوهې “څاه” راته ولاړ ده له جوړ پخیر وروسته یې راته وویل؛ وای څنګه دی خوخه ده چې سباته په موټرسایکل میرعلې او میرانشاه ته ولاړ شو ماچی کومه وعده کړی ده چې پیسې په لاس راشې طالبانو ته به یو دانه هشتادودو”82mm” ملې توپ» واخلم!

ما ورته وویل مال خبره دي صحې وکړه!

خو دلته اختر ته دوه ورځې پاته دي!

او بل روژه ده بل دمیرعلې او میرانشاه خو ګرمې هم ډیره سخته ده!

راغبرګه یی کړه او ټینګار یی وکړ واي نه خامخا ځو ځان تیار کړه!

ماهم ډیره ورسره اوږده نه کړه ورته ومې ویل مال څنګه دي چې خوخه وي لاړ به شو !

وای سباته وختې چې څنګه دسهار لمونځ وکړي متصل راووځه چې ښه وختې ځو !

بس خداي په امانې مې ورسره وکړه ؛

دسهار لمونځ مې چې وکړ خپل ټاکلې ځای ته ورغلم چې ګورم له مانه وختې مې ترورزي خپل ځای ته راغلې ده بس موټر سایکل ته کیناست!

د ګرمې سختې شپې وی او لويې ورځې وي مخ پر میرعلې روان شو!

هیره دي نه وي دټل شاوخوا منطقې نه روان شو دځای نوم مې دڅه مشکل په وجهه ذکر نه کړ!

تقریبن پرلاره مو میرعلې ته پر موټر سایکل څه کم دری ساعته مزل مو وکړ دمیرعلې بازار ته ورسیدو !
او پر دوکانو سیخ شولو او دلویو اسلحو بیعه کیدل مو شروع کړل ترورزي ته مې لویو اسلحو ډیر زیات خوند ورکاوه او ډیر زیات شوق یی ورسره ؤ ځکه یی هره لویه اسلحه ییعه کوله.

لنډه دا چې دمیرعلې بازار کې ښه ډیر تقریبن یو ساعت وګرځیدو هیڅ مو خپله انتخاب کړی.

هشتادود”و82mm” اسلحه پکې پیدا نه کړه!

یواځې مې ترورزی خپلې دکور لپاره میکروب تومانچې ته 300 کارتوس واخیستل هغه مو هم له دوکاندار سره کیښودل مال موږ ګرځو بیرته درباندي راچکر کیږو دوکاندار هم راسره ومنله کارتوس یې کیښودل!

ترورزی ته مي وویل مال اوس څه کوو !!

راغبرګه یې کړه واي میرانشاه ته ځو!

ما ورته وویل مال اوس هغه ده 12 بجې دي سخته ګرمې ده او بل روژه ده اوس مو هشتادودو”82mm”هم پیدا نه کړ اوس به بیرته کور ته لاړ شو بیابه داختر نه بعد بیا راچکر شو !

راسره وی نه منله ټینګار یی وکړ وای نه خامخا ځو میرانشاه ته!

ماهم په نه زړه ورسره ومنله !

موټرسایکل ته پورته شو له میرعلې نه مخ په میرانشاه روان شو !

سخته ګرمې وه په موټرسایکل هم ګرمه هوا چلیده!

په لاره روان وه تقریبن 10 میلټه مزل مو وکړ یوه دتورو شیشو غواګې موټر کله رانه مخکې شې او کله رانه
شاته شې !

موږ نه پوهیدو چې دا څه چل ده او دا خلک څوک دي ومو ویل مال ځه غیره علاقه ده ټول وطن تورو شیشو سپینو غواګیو نیولې ده یو څوک به وي!

خپل مزل ته مو ادامه ورکوله !

لږ نور مزل مو چې وکړ تقریبن دمیرعلې میرانشاه ترمابین دومره اندازه ځای ته به رسیدلې وه!

چې ګورو هغه دتورور شیشو غواګې موټر بیا راڅخه مخکې شو !

ما ترورزی ته وویل مال دا غواګې موټر ډیر رانه مخکې او روسته کیږي څه خبره خو شته داخلک ماته روغ نه ښکاري ترورزي مې هم راته وویل وای بیلکول دا خلک ماته هم روغ نه ښکاري واي څه قیصه خو شته!

موږ چې څنګه داخبری سره خلاصې کړي چې ګورو غواګې موټر یې مخته په سرک کې راتاو کړ او سرک یی بند کړ موږ هم جوخت ورپسې روان وه ایله مې ترورزی موټر سایکل ښۍ غاړي ته ګوښه کړ !

چې ګورو له غواګې موټر نه څلور تنه پټ مخې راکوز شول یو کلاشنکوف ورسره وه بیلوټ یی کش کړ او راباندي رامنډه یی کړه او غږ یی راباندي وکړ!

واي کوز شه له موټر سایکل نه!!

موټر سایکل نه کوز شوم!

زه یی له چپ لاس نه ونیولم دغسې یی روان کړم غواګې موټر ته یی وخیژولم !

چې ګورم ترورزی می یوه بل کس له مټ نه رانیولې ده هغه یی هم ماپسې غواګې ته را وخیژاوه او دوی هم په بیړه راوختل سیټ کې ډیر سره تنګ شو موږ ته یی وویل وای زر کوي شاته ډالی ته واوړي موږ په بیړه زر ډالی ته واوښتلو

په څلورو مخ پټو کې یو زموږ موټرسایکل ته کیناست

! او دري تنه زموږ سره غواګې موټر کې سپاره شول!

یو ډریوری ته کیناست!

دوهم زما مخ ته لوي سیټ کې کیناست!

او دریم زما دترورزی مخ ته په لوی سیټ کې کیناست!

دمخ سیټ خالې پاتی شو!

او بیرته واپس یې دمیرعلې په طرف روان کړو! موټر سایکل راته مخکې او موږ ورپسې بس روان یو!

موږ ورته وویل مال تاسو څوک یاست!!

وای ډاریږې مه هیڅ مشکل نشته موږ طالبان یو!

مرکز ته مو امیرصاحب ته ورولو موږ په تاسې باندي شک کړي ده چې معلومات مو وکړو چې تاسو څوک یاست!!

بیرته مو وای پریږدو هیڅ تشویش ونه کړي!

موږ چې سوچ کاوه چې موږ سره یې څومره بد چلند وکړ او څومره په بې عزتي سره یی موټر ته پورته کړو بیایی ډالی ته په بیړه واړولو نو ذهن کې به مو راغله چې طالبان خو موږ لیدلې دي!

ورسره کیناستلې یو بلکې په عملې میدان کې مو لیدلې دي نو ځان سره به مو وویل چې طالبان خو نه دي !؟

ترورزي مې په ټینګار سره راته ویل چې طالبان ندي غله دي بیدار اووسه حمله پری کوو !

زه په شک کې وم!

زړه کې مې ویل چې شاید طالبان وي مرکز ته به مو بوزی معلومات به مو وکړي بیرته به مو راخوشې کړي او په زړه کې هم ډاډه وم دترورزي دخبرو په ځواب کې مې ورته وویل مال طالبان دي!

تشویش مه کوه ان شاءالله څه مشکل به نه وي!

مګر ترورزي مې له اول نه پوهیدلې وه چې غله دي!

او بله ډیره جالبه دا وه چې لاسونه یی تراخیره پوری راباندی ونه تړل او نه یی دلاسو تړلو څه وویل!

موږ سره په غاړو کې واړه دسمالونه ول لاس یی راتیر کړ دسمالونه یی رانه واخیستل وای سترګې مو وتړي!

نوربيا…..

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close