افغانستان

طالبانو د ترکمنستاني پوله ساتو عسکرو پر وژل کېدا خواشینې ښودلې

نن ټکی آسیا: طالبانو د بادغیس ولایت د امنیتي چارواکو ادعا، چې ګواکې طالبانو درې ترکمنستاني پوله ساتي عسکر په خپله خاوره کې وژلې، په کلکه رد کړې او په دې پېښه یې ژوره خواشينې ښودلې.
د پنجشنبې په ورځ د بادغیس د والي ویاند رسنیو ته راپور ورکړ،چې د طالبانو اړوند ځينې وسلوالو کسانو د ترکمنستان پر سرحدي عسکرو په داسې حال کې برید کړی، چې هغوی د پولې هاخوا په ګزمه بوخت ول.

طالبانو نه یوازې په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي، بلکي ګاونډي هېواد ترکمنستان ته یې خپله خواخوږي ښودلې او تسلیت یې ورته وړاندې کړی.
طالبانو ترکمنستان د یوه غوره ګاونډي په توګه یاد کړی او د افغانستان په ارتباط یې د دوی د دریځ ستاینه کړې او مننه يې ترې کړې،چې ښه ګاونډيتوب ټول اصول یې مراعات کړي دي او زیاته کړې يې ده ، چې :« باید ووایو چې ګاونډي هېواد ترکمنستان له پخوا څخه زمونږ د ګران هېواد په اړه د ښه ګاونديتوب اصول مراعات کړي، زمونږ د هېواد په چارو کې یې مداخله نه ده کړې، مونږ د نوموړي ګاونډي هېواد دغه معقول سیاست ستایو، او په درنه سترګه ورته ګورو. او هیله من یو چې تل ښه ګاونډیتوب سره ولرو.»
طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي : « د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو سره د متقابل احترام په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي، نه د نورو په چارو کې مداخله کوي او نه په خپلو چارو کې د بل چا مداخلله مني، اسلامي امارت د خپل تېر دور پر مهال له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لرلې، او په راتلونکې کې هم د ښه ګاونډيتوب او متقابل احترام اصولو ته ځان ژمن بولي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x