چارواکو ته حکيمانه ويناوي «طنز»

لونګ صدرۍ ساز

۱ : په ښوراوک کې د اوبو هغه بند چې له سره وجود نه لري ورانوونکي يې طالبان دي.

۲ : په افغانستان کې هغه ولسوالۍ چې د طالبانو په لاس کې دي فقط ۸ دانې يې د اوسني حکومت په تشکيل پوري اړه لري او نوري ټولي د چا پلار لا ولاکه پر افغانستان را نه تاوان کړي.

۳ : د پاکستان پرخلاف ستاسو مبارزې زيات رنګ راووړ ځکه د دوی ستري محکمې ستاسو په خوله نواز شريف له وزارته لري کړ.

۴ : دولت وزیري دي بيغمه خپل درواغ وايي ځکه درواغ خو د چا د پلار نه دي چې دی به يې نه وايي.

۵ : هر وخت چې د يوې ولسوالۍ څخه چغال بورۍ ته کئ نور نو بايد د تکتيکي شاتګ نوم ورکئ ځکه بيا خلګ در پوهيږي چې دوی د طالبانو څخه د زمري په ډول ځغلي.

۶ : دا ليکلي مي ليدلي دي چې (الحق مرچ ولو کان کوچ ) نو تاسي خو هسي هم ګلان خلګ ياست !!! مرچ مه ور اچوی !!! مانا ترخه مه واياست او حق ته مه حاضرېږئ؟! ځکه د غونډي ولسوالۍ معاشات بيا د دولت په پرتوګ کې پاتيږي.

۷ : له سرحداتو بېغمه سئ ، د کرښي پر دې غاړه خپلي خوندوري او بې ټکټه سګوانۍ وغواړۍ چې داسي وزير مو په پچه وختئ لکه چوغک والوتی!!!(بيلدوزر) ، نور نو پاکستان ولاکه يو ګام رامخته سي . هو که راخته کېدی نو د کيلومتر په حساب.

۸ : که څه هم د ولسمشر آواز داسي دی لکه وزه چې څاه ته ور وځړوې او هغه نارې کړي خو بيا هم زموږ او ستاسو ولسمشر دی بايد هر وخت په ټولو تر يو لک ډېر ښکنځل ورته وکړو ځکه دا خوندور افغانستان د ده له ناسيته داسي دی.

۹ : ما شمېره در ګډ يم په بين الافغاني جګړه کې ځکه هسي مي هم ټول ديني تعليم شاته پرېښود …. ولا دا ښايستې ښځي هم سړی ولاړوي … اوس يې څنګه کوې اشنايه تاب يې زه و خدای که لرو.(حکومتيار).

۱۰ : زما آخره مصرۍ دا ده

آخر يې مکړې د لونګ نصيحتونه !

آمين

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د