sayyaf

كه مي ځان کاندید کړ مخ مي را تور کړي: سیاف

سیاف چي د خپل قول او فعل د تناقض په اړه شهرت لري او ورسره د انحرافاتو او تنازلاتو اتل هم ګڼل کیږي . دده سابقه او موجوده همیش سره په جنګ وي . د نوموړی په اړه ډیر داسی مواقف شهرت لری چی دده د ژوندانه له عملکرد سره هیڅ کوم مطابقت نه مومي . هغه که د ظاهرشاه په اړه تند ، تریخ موقف او نرم ،خوږ برخورد وي ، اوکه د امریکا په حق کښی د تیز، تند شعارونه او د حال ګرم تعلق وي  . خو په دا ووس کښی مي د سیاف یوه بیانیه واوریده چی د روسانو د وتو په حال کښی يی ورکړی،  پدي لنډه بیانیه کښی نوموړي خپل داسی مواقف وړاندي کړی چی بعینه د نوموړي ووسني حالاتو سره تړاؤ لري،

 

ما د مذکوره بیانیه څخه آته (۸)  داسي مواقف رانقل کړي چی سیاف په خپل ژوندانه کښی د ټولو په اړه خپل امتحان ورکړ.

۱– سیاف فرمائلي وؤ چی مونږ ددي لپاره قرباني نه ورکوؤ چی د یو کافر نه ملک آزاد او بل کافر ته وسپارو خو نوموړي نه تنها چی بل کافر ته ئی ملک وسپاره  بلکه د هغه کافر ملاتړی او شریک کار هم پاتي شو، که داسی نه وي نو یا به امریکا کافره نه وي؟ یا به امریکا په افغانستان قبضه نه وي کړی او نه به یی د زرګونو عسکرو قرباني ورکړی وي؟ او یا خو به سیاف د امریکا خلاف په غرونو کی جهاد کوي

۲–  سیاف د روس او مجاهدینو جنګ ته د کفر او اسلام په جنګ وئیلو سره وائی چی په دی جنګ کښی بي طرفه خلک په اسلام باقي نشي پاتي کیدي . خو وسني امریکائی اشغال چی خپله بوش ورته صلیبی جنګ وئیلی او بي طرفه ئی هم له مینځه یوړه د سیاف موقف کوم یو دی بي طرفه؟ او که امریکائی طرف ؟ په هر یو حالت کښی نوموړي د ځان په اړه خپله حکم کړي دي .

۳–  نوموړي وائی چی مونږ دا نه منو چی روس او امریکا د ظاهرشاه بیرته افغانستان ته راولي او پر مونږ د مسلط کړي ظاهرشاه پدی جنګ کښی د بي طرفئ له وجه له اسلام څخه خارج دي خو د نوموړي برخورد د ظاهرشاه سره ټولو ښه ولید پداسی حال کی چی په خپل پخوانی فکر او عقیده ثابت قدمه او د امریکا تر حمایت لاندی افغانستان ته راغلي وو.

۴–  د نوموړي په فتوا خلق او پرچم کافران او زندیقان دي چی په هیڅ وخت کښی ورسره کیناستل حرام دي ، خو مونږ ولیدل چی همدغه زندیقان بیا د سیاف هم صنفیان او همکاران وؤ په پارلمان کښی.

۵–  نوموړی وئیلي وؤ چی د پارلمان غړي باید هغه علماء وي چی اهل د عقدوحل وي ، خو نوموړی بیا پداسي پارلمان کښی سهیم وؤ چی غړي ئی نه تنها علماء نه وؤ بلکه د علماء او مسلمانانو قاتلان او خا ئنان،او د نوموړي په فتوا زندیقان هم پکی وو .

۶–  سیاف فرمائی که کله هم له تاسی څخه ما د پاچاهی غوښتنه وکړه او یا می کوم بل مسئولت ته ځان کاندید کړ نو مخ مي راتور کړی ابداً به دا غږ ونکړم ، خو في الحال نوموړی د ریاست جمهوری لپاره کاندید او د خپلی ګټی او حمائت لپاره کمپائن کوی .

۷.نوموړي واي ددی ملت د زعیم او مشر ټاکنه باید مجاهدین،علما او په دین پوه خلک چی اهل د عقد و حل وي وکړي.خو نوموړي ووس پداسی انتخاباتو کی اشتراک لري چي په جهاد او علماو ملنډی وهل کیږي او د یو غل او قاتل رایی ته د اهل عقد و حل عالم د رایه په وزن کتل کیږي.

۸.نوموړي وایی چی زه روسانو ته د وتلو لپاره د یوی ورځی مهلت په ورکولو هم نه یم قانع ځکه چی ددي یوی ورځی د بی ناموسي جواب به الله ته څنګه ورکوو.خو ووس دامریکایانو د دی جنایاتو او بی ناموسیو څخه نوموړي څنګه ځان مبرا کوي درحال چی نه ورسره په جنګ بوخت دي او نه یی د شتون مخالف بلکه د آینده لس کالو لپاره یی د پاتی کیدو حمایت هم کوي.

په دومره وړوکی شل دقیقی بیانیه کی دومره ستري خبري او غټ مواقف او بیا په تولو مواقفو کی داسی شرمناکه پسپایی او رسوایی زما لپاره دیره عجیبه او په زړه پوري وه نو ځکه می هم دغه صوتي بیانیه پر قلم هم قید کړه تر څو د زړه په غوږونو واوریدل شی او د نظر خاوندانو ته د عبرت وړ وګرځی .  

د سیاف وینا په لاندي ویډیو کی اوریدلای شئ، دا ویډیو په فیس بوک باندی نشر شوې.

 {youtube}Ba_CubgypDA{/youtube}

د وینا متن

ددي مجال نه ؤو چی څوک اختر مبارکی وکړی، کوم اختر، هغه د کیک او د کلچو اختر هغه خو ولاړو کنه ،هغه د کتان او د مارینه تیکو اختر هغه خو ولاړو ، هغه د زیړو ، سرو او تورو بوټو اختر هغه خو ووس نشته کنه . ووس خو د سروغاړو اختر ده کنه، د شکیدلو ګریوانو او د ټوټه اندامو اختر ده کنه . تکبیر تکبیر غږونه. یو شهید مو دري ځله په دري ورځو کښی ښخ کړي ده . په یوه ورځ کښی کئ دومره ټوټه غوښه پیدا شوه هغه مو راولیږله پیښور ته چی یو سه چی خپلوان ئی ورته منتظر دي په بله ورځ کښی بله ټوټه غوښه پیدا شوه هلته بیخ کښی ئی ښخه شوه . په بله ورځ کښی بیا چا یوه یوه ټوټه راجمع کړي وه دسمال کښی بیا ئی بل قبر ورته وکیښ بیا ئی خښه کړه . نن ورځ په افغانستان کښی داسی حال ده دا د څه لپاره ؟ دا د دنیا لپاره ؟ داد خلکو د نوکري او چاکري لپاره ؟ دا د ټولي وینی دا ټول بدنونه یوازي د خدائی لپاره نظرانه شویدی، یوازی د اسلام لپاره نظرانه شویدي د کوم بل شی لپاره ندي نظرانه شوي .

کله چی دا شهیدان راوخوځیدل ، راوخوځیدل راوخوځیدل پدي منځ کښی پنځلس کسه غیر له افغانانو زمونږ سره شهیدان شوي وؤ د یارلس کسه پکښی عربان ؤو اوه کسه پکښی پاکستانیان شهیدان شوي وؤ . او اوه ویشت کسه نور عربان پکښی زخمیان وؤ .شپیته کسه زمونږ سره هلته پدی دغه کښی مصروف وؤ ، پدی کښی څلویښت کسان ولګیدل دیارلس پکښی شهیدان شول او اوه ویشت نور زخمیان پراته ؤو . زګیروي ئی کول ، خو ما د ځان سره اووئل ما وي که دا خلک پوئ شي چی مونږ دوئ دیته راغوښتی دي چی ویني توئ کړي چی دا افغانستان بیا کوم بل کافر ته وروسپارو بیا ئی کوم بل قدیم کفن کش ته وروسپارو که دوئ پدی پوئ شي چی ددي د پاره د افغانستان شرنوشت دا سی کیږی په هغی دنیا کښی به د خدائی مخی ته زمونږ مخ ته لاړی راتو کوي او وائی په چی ای مخ د تور شه! هلته دا اعلانونه کوي چی راشئ افغانستان کښی بده ورځ ده روس راننوتئ مونږ د اسلام لپاره جنګ کوؤ زه راغلم سرمی دلته قربان کړو ددی لپاره چی بیا ئی کوم بل کافر ته وروسپاری او ددي لپاره چی د یو کفر ټغر ټول کړی او بل پکښی اوار کړی او د یوه اور نه مو راوباسی او په بل اور کښی مو ورواچوي .ما هلته ورونو ته اوئیل که دا کار وشی دوی به هغی دنیا کښی مونږ ته لاړی راتو کوي .

 ورونو دا ویني ټولي د اسلام په خاطر توئی شوي دي، د عقیدي په خاطر توئی شویدي ددي په خاطر توئی شوی چی په افغانستان کښی بیرغ د لااله الله محمد رسول الله قائم شي ، آیا ددي لپاره دي که د بل شي لپاره ای ورونو ؟ ښه زه ووس تاسي سره بعضی بسیط سوالونه مطرح کوم . دلته آوازی خپریږي چی روسان وځي خو فلانی او فلانی نه غواړی چی روسان ووځي موضوع حل کیږي خو فلانی او نه پریدی چی حل شي .زه به ددی حل قصه تاسي ته وکړم تاسی ددی ملک خلک یاست ویني مو توئ کړی باید ددی ملک په سرنوشت پوی شئ چی تاسی پدی وینو باندی څه کیږی خلک د تاسی ددی اسلامی قضی حل په څه رقم غواړئ زه به دا مختصر تاسی ته اوایم .

ورونو نن ورځ دا آوازی په دنیا کښی خپره ده وائی چی مجاهدین خو په روسانو، خلقیانو او پرچمیانو باندی قانع ندی او روسان په مجاهدینو باندی قانع ندی نو څه وکړو چی دا جنګ ختم شی، وائی رازی داسی دریم ګړي خلک به ولټوؤ چی نه د مجاهدینو سره وی او نه د روسانو سره وی او حکومت به دوی ته وسپارو خو داسی حکومت به ورته ولټوؤ چی هم روس پر باندی رضا وي او هم مجاهدین پر رضا وي خو نه د روس نفر وي او نه د مجاهد نفر وي ، دا چی مجاهدو سړي نه وي دا به څوک وي ؟ که دلته د اسلام او د کفر جنګ وي او یو سړي اوائی چی زه پدی جنګ کښی بي طرفه یم دا په اسلام باندی باقی پاتی کیدائشي ؟ نه. دا بي طرفه ووس څوک ده ؟ دا بي طرفه هغه سړي ده چی په پټه کښی د روس دوست ده زما او ستا دشمن ده بي غیرتی یو بل دریم ځاي کښی کینولی ده د جنګ او د مرګ نه ویریږي هلته ناست ده چی بیا روسان مجاهدین وځپي بیا کار د روس او د امریکي په لاس کښی شي بیا دائی راولي دلته زمونږ په تندي باندی راته کینوي

. زه دوه دري سوالو نه لرم تاسی ته ورونو علماء ناست دي دا سوالونه ما هر چرته کړي دي خبري به کوؤ شرعی خبري به کوؤ،د احساساتو خبري ندي ، مونږ دا اعلان کړي چی پرته  د مجاهد د حکومته بل حکومت نه منو، مونږ دا اعلان کړي چی پرته د اسلام د حکومته بل حکومت نه منو دا ستاسی خبره ده که نه ورونو ؟ او . ووس به راشو چی دا دریم ګړی مسلمان ده که نه ؟ دلته علماء کرام ناست دي په ما د نن غږ وکړی سبا او بله ورځ د غږ وکړی چی تاغلطه خبره کړی ده بیرته ئی واخله زه ئی په سترګو بیرته اخلم، دا غږما دلته نه د ټول امت علما‌ء ؤ ته مي دا اعلان کړی ده تنها زمونږ د مذهب نه د څلور واړه مذاهبو علماء ؤ ته مي دا اعلان کړیدی چی زما ددي خبري ځواب پیدا کړي زه به خپله خبر بیرته واخلم. ستاسي نه دا پوښتنه کوم او ماته به د اسلام په خاطر په یوه غږ جواب راکوی . خلق او پرچم کافر دي که مسلمان ؟ کافر . پدي مجلس کښی څوک شته چی اوائی مسلمان دي ؟ نه . بس دا خبره کښی هیڅوک شک نلري . ووس دا خبر تاسی نه پوښتنه کوم خلق او پرچم په خپلو جریدو کښی د کفر دعوت کؤو که د اسلام ؟ کفر . پدی کښی خو څوک شک نلري ؟ نه . دا د خلق او پرچم جریدي چی رسمي په پارک زرنګار کښی خرڅیدي وئیل ئی خلق و پرچم ، خلق و پرچم دا د ظاهر په وخت کښی وي که د بل چا په وخت ؟ظاهر. دا خبره خو ټولو ته معلومه ده . ښه تاسی ته دا پوښته زه کوم په هغه وخت کښی پرته د حکومت د اجازي څخه چا جریده را استلي شوائی ؟ نه . ووس به زه دا سوال وکړم چی د مرتد حکم څه شي ده په اسلام کښی ؟ د مرتد حکم په اسلام کښی دا ده چی دري ورځي وخت ورکړل کیږي علماء او محکمه ورسره دلائل وائی چی توبه وکړي که تر دري ورځو توبه ونکړي نو که سړي وي اعدام ده دا حکم ده .

د ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه په وخت تنها د زکات نه خلک منکر شوي وؤ اعلان د جنګ ئی ورسره وکړو راشي د زندیقانو ته اکثر خلک پدي نظر دي چی د زندیق توبه هم نه قبلیږي مخامخ باید و وژل شي او دا چی په کابل کښی ناست دي دا ټول زندیقان دی د مرتد نه ور اوښتي دي . ښه د افغانستان زمامدارانو سره خو لازمه دا وه چی دا مرتدان حلال کړي اعدام ئی کړي ، اعدام ئی هم نکړل رائی وستل پارلمان کښی ئی کینول د شورا غړي ئی کړل ، په اسلام کښی د شورا غړي هغه علماء دي چی هغه اهل د عقد وحل دي چی د امت په نمائدګی باندی امیر ټاکي او امت د دوي په پیروي ورسره بیعت کوي ، سکه ، ببرک او آنا هیته ئی راوستل پارلمان کښی ئی کینول او بیا ئی ورته او وئیل چی جریده هم وباسه . ووس د ټول امت د علما ؤ نه دا پوښتنه کوم چی په یو اسلامي ملک یو پاچا  برعلاوه ددی چی یو مرتد او زندیق و وژني هغه ته امر کوي، اجازه ورته کوي چی کفر ته دعوت وچلوه دغه زمامراد سره ایمان پاتي کیږي ؟ نه . په څلورو مذهبو کښی د یوه لار څوک وښائی چی په ده کښی د ایمان پاتي شي ، دغه سړي خلق وپرچم ، شعله جاوید ، افغان ملت ، ستم ملی ، مساوات ، دا ټولو جریدو ته ئی چی کفر خواته ئی دعوت چلوؤ اجازه ئی نه وه ورکړی ؟ ووس چی مونږ د یونیم ملیون شهیدانو ویني را اخلو او بیا ئی پدی کرغیړنه او بوینه لمن کښی ورا چو ؤ چی د اسلام دښمنی او اسلام ضدیت بوي ترینه ځي دا به د جهاد سره ظلم او جفا وي که نه ؟ دا به د جهاد ، د خدائی د پیغمبر سره خیانت وي که به نه وي ؟ نو مونږ به څنګه پدی قانع کیږو، دا روس چی دا سات وځي زه به څنګه په دا بل کفر باندی قانع شم روس خو د همدی دپاره داغلی وؤ چی یو کفر په مونږ او تاسی باندی تحمیل کړی څنګه پدی کفر باندی مونږ قانع شو .

ای مهاجرو ورونو تاسی دلته پراته یاست شهیدان مو کیږي ، زخمیان مو کیږي ، یتیمان مو دی، بل مو دی، بل مو دی،بل مو دي،  پخوا له دی چی داد پاچا ئی خبري منځ کښی مطرح شي، پخوا له دي چی د افغانستان سیاسی حل قضیه دلته مطرح شي دا د ظاهر نوم دلته لګیده؟ دا ظاهر یوه ورځ ستاسی یتیم او کونډی ته سلام رالیږلی، یوه مهاجر ته ئی سلام رالیږلی چی څلویښت کاله می ستا دا غوښی او هډوکي وشپیلول زه وس په روم کی ناست یم ووس هم ستا په وینو کښی لامبو کومه، وس هم زمونږ په وینو کښی لامبی یوه ورځ ئی تاسی ته یو سړي رالیږلی چی ورشي زما لخوا پوښتنه وکړی، دا خو زما بچیان وؤ ، زما رعیت وؤ څلویښت کاله د دوي په ګیډه باندی ناست وم، د دوی د زړه نه می وینی څکلی دي، یوه ورځ ئی ستاسی احوال واخیست ؟ دا ملایان دلته ناست دي زه خپله هم ملا یم، طالبان دلته ناست دي ، مولوی صاحبان ناست دي ، دا چاچی په تاسو کښی عسکری کړیده او تاسی سره په قطعه کښی سکهـ هم عسکر وؤ آیا دا تاسو په سترګو ونه لیدل چی ستاسی ږیری به ئی چپه درتراشلي او د سکهـ ږیری ته ئی احترام کاوه دا مو لیدلی وؤ که مونه ؤ لیدلی ؟ دا د ږیري خریلو ته څه ضرورت وؤ ، دا ږیري د ټوپک ماشه ئی بنده وله، دا ږیری تیار سئ او ارام سئ بند کړي وه، دا ږیري قواره د صف او عسکر در خرابه کړی ،دا ږیری څه ګناه درلوده ؟

ګورئ ورونو زه وایم چی دا ټول احداث تاسی در په یاد کړي ،تاسی دا د زنانه خاننده ؤ اوازونه په راډیو کښی اوریدل که نه ؟ یو مولوی به دیرش کاله تدریس کړی ؤو په پل خشتي کښی راجمع شو سره بله شپه ئی امر وکړو چی ورشی په برقی ډنډو ئی وهی ایسته ئی ختا کړی مرټرو کښی ، داسی وشو که ونشو؟ او دغه ښځي چی عمر به ئی په فحشاء کښی تیر شوي وؤ په دا وروستیو وخت کښی ستاسو به په یاد وي چی لقبونه د استاذی ئی ورکول ( استاذ مهوش) افسوس افسوس ددی نوم د استاذی ، افسوس ددی کلمی چی توهین کیده، استاد فلانی، استاد فلانی او ملا، مولوی ته به ئی ویل چی ورزه په برقی ډنډو ئی وهه وا چوه موټر ته د لرګیو غوندی ئی واچوي هلته په اولسوالیو کښی ختا کړي . داسی وشو که ونه شو ؟ دغه سړي چی ووس تاسی ته رازی او وائی چی زه ظاهرشاه غواړم دغه خبری ئی ولی مخ ته نه راځی ؟ آیا دغه ویني مونږ ددی لپاره توئی کړیدی چی دا زوړ ګڼکړپی، مردار، منحوس کافر بیا راولو دلته ئی په تخت باندی کینوؤ ؟ بیا ئی رواولو په خپل تندی کښی ورته تخت جوړ کړو ؟ دا خبری ورونو ستاسی دملک د سرنوشت پوری تړلی خبری دي،دا عادی خبری ندی ډیر يه دقت ورته متوجه وسی.

که مونږ یوه ورځ دا غوښتنه د تاسی نه وکړه چی دا پاچاهي مونږ غواړو په هم هغه ورځ سکاره راواخلئ دا مخ راتور کړي ابداً به دا غږ ونکړو ، مونږ وایو چی دا ددی مجاهد حق ده، ددی مسلمان حق ده ، ددی ملک مجاهدین ، علماء په دین پوه خلک د کیني، اهل د عقد وحل د کیني ددی ملک سرنوشت د وټاکي ،که مونږ بیا هم دیته ځان کاندید کړ بیا هم یوه ورځ دا خبر وکړه چی مونږ ته کوم مسؤلیت را په غاړه کړي بعد له جهاده بیا راپورته شي زمونږ مخونه راتور کړي . بل دا خبره ده ورونو چی وائی روسان د په یوه کال کښی ووځی ، روسان دی په شپږومیاشتو کښی ووځي ، روسان د په اتلس میاشتو کښی ووځي دا د څه لپاره ؟ روسان چی راننوتل زمونږ څخه ئی وخت غوښتي وؤ چی په دومره وخت کښی درننوځم ، دا ووس چی روسان پدی جنګو کښی عقب نشیني کوي مونږ سره ناست دی وخت مو ورته ټاکلی چی په دومره وخت کښی عقب نشني وکړي ، یوه جنګ کښی داسی ندي شوي ،دا وخت د څه د پاره ورکو؟ دا ووس چی ناست ده په خپل زور ناست ده، که مونږ وخت ورکوؤ یوه ورځ هم په خپل رضا وخت ورکو دده یوی ورځی د بي ناموس جواب به خدائی سنګه د قیامت ورځ کښی وایو ،اوس چی هره بي ناموسي کوي مونږ خو پری راضي نه یو زمونږ په خوښه خو نه ده، مونږ خو جنګ کوؤ کنه، خو که موسبا داسی اوئیل چی زه روسان د په دري میاشتو کښي ووځي، په شپږو میاشتو کښی ووځی، په دا دري میاشتو چی هره بي ناموسی دوي کوي هغه زمونږ په دوسیه کښي راصفت کیږي ځکه چی زمونږ په اجازه به ناست وي .

دا زمونږ موقف ده ورونو! دا ما اعلان کړي تاسی ته ئی بیا اعلانوم چی غیر د مجاهدو له حکومته بل حکومت نه منو په افغانستان کښی دا یوه خبره ، بله دا خبره مو کړي چی روسانو ته په یوه ورځ وخت ورکولو مونږ قانع او راضي نه یو پردي خلک دي ودی وځي تر څو چی وځي له شا ډزي ورپسی کوؤ ، غل ده غل چی ترڅو له دیواله اوړي ترڅو چی مي سترګی په تیاره کښی کار کوي ورپسی منډی وهم ډزي ورپسی کوم دا مي شرعي حق ، دا مي اسلامي حق ده ، دا مي بشري، انساني او حقوقي معامله ده .

د یادوني وړ ده چی دغه وینا سیاف په کال ۱۹۸۸ م کښی د هریپور د مهاجرو په پنډغالي کښی ترسره کړی.

لیکوال:ابوحدیر

ایمیل:[email protected]

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د