ادبي لیکني

د سیف مومند «رح» یوه خاطره‌

 مولوی ضیاءالحق (صدیق یار)

پوره دیارلس کاله د مخه مو د جامعة العلوم الاسلامیه زرګری په انګړ کې زده کړې کولې کله چه سالانه امتحانونه خلاص شول د مدرسې د ادارې له طرفه لویې پوسټرې چاپ شوې، د جلسې خبرتیا په کې وه کله مو چه ولېدلې نو د نطاق نوم په کې د سیف مومند لېکلی ؤ، خوشحالې مو یو په دوه شوه ځکه د سیف مومند له نوم سره اشنا وم په شعرونو کې مې ډیر اوریدلی ؤ.

کله چه د جلسې وخت رانېږدې شو د معمول په شان بیا شپه شاعرانو ته ځانګړې شوې وه.

کله چه د ماخستن لمونځ اداء شو جلسه شروع شوه د سټېج چارې د سیف له خوا سمبالېدلې.

هماغه مې اول ځل ؤ چه د سټېج په سر مې ولید، ښایسته میانه قد یې لرلو لوی رب په فصاحت باندې نازولی ؤ.

دې جلسه ته د غزل بادشاه الحاج ملا فقیر محمد درو یش هم راغلی ؤ، کله چه سټېج ته دعوت شو د سیف هغه رباعې یې د ترنم په تار وپیله چه اخرې کړۍ یې داوه.

چه ملګری هم د شپون هم دلېوه وي: سیف مومند له داسې خلکو توبه ګار دی.

وروسته سیف مومند شهیدانعام الله راوغوښت هغه د ادوه شعرونه زمزمه کړل.

که د خدای رضاوه کړمه به نسکورټول ملحدین: دښمنان دښکلې دین.

بل دا شعر ؤ:

ظالمه بې غیرته دا نخرې ولې کوې: په حسن د نبې مې مسخرې ولې کوې.

له دې دوه شعرونو وروسته سیف مومند داسې الفاظ دده نه په مننه کې ډالۍ کړل.

روپی که څومره وړه ده خوپه تول پوره ده.

لنډه داچې د هر چا سره به یې د مننې په ځای  خورا مناسب الفاظ کارول.

سیف مومند ته لوی الله په لېکلو لوستلو کې ډیرمهارت ورکړی ؤ.

یو ځل یوه لویه جلسه دائره وه، سیف دا شعر په خپل حماسي او زړه راښکونکي اواز ویلو.

(قسم په خدای که دهشت ګردومه زه)

کله یې چې شعر خلاص کړ، د حماسو د نړۍ اتل شهید استاذ یاسر رحمه الله راپورته شو او دده یې ډیره ستاینه وکړه او خپل موبائل تلیفون یې ورته تحفه کړ.

د سیف مومند رحلت خورا لویه ضایعه ده، الله ته سوال کؤو چې په همداسې سیف مو ونازوي، مجلسونه او جهادې جلسو ته له الله نه بیا همداسې د حسان، کعب او عبدالله بن رواحه په لاره تلونکي غواړو او سیف ته له الله نه جنت الفردوس اوکورنۍ او ملګرو ته یې صبرجمیل غواړو.

چه پرې ځي راځي کاروان د طالبانو
هلته جوړ مې کړئ مدفن زه درنه لاړم

سیفه قبرته بیاراشه زیری راوړه
چې ازاد مې شي وطن زه درنه لاړم

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close