ادبي لیکني

زما د ژوند تر ټولو ترخه خاطره «دوهمه برخه»

شهيد مل نيازی
ترورزی باندي مې یی سترګې په زور تړلې لاس یې ورسره واچاوه ترورزی مي ورته وویل وای سترګې ولې راباندي تړی! درسره روان یو زور نه درسره وهو.

چیرته مو چې ولې درسره ځو نو سترګو تړلو ته څه ضرورت ده!

هغوي ټینګار کاوه چې سترګې به ضرور تړی !

ترورزی مې نه ورسره منله خبره دغه ځای ته لاړه چی موټر یی یوی غاړی ته ودراوه!

او ټوپک یی زما ترورزی ته ونیو!
وای سترګې تړي که ودي ولم!!
ترورزی مي ټوپک ته لاس ورواچوه!

ټوپک یی ورسره شریک کړ په دغه ټیم کې دوی ډیر وارخطا شول!

زه ور جګ شوم ترورزی ته مې وویل مال ټوپک ورپریږده ولې مو پری ولې!

ما ورته وویل مال ملګری مې مریض ده سترګې چې وتړی زړه یی تنګیږی مال ماباندي سترګې وتړۍ هغه باندی یی مه تړۍ راسره وی منله!

ماته یو کس راجګ شه سترګې یی راباندي وتړلې خو چیرته کیدله یو خواه ډیره سخته ګرمی وه دغرمی څه کم یوه بجه وه بیا روژه وه بل بازار کې هم سخت ډیر وګرځیدو نو زما هم سخت زړه تنګ شه!

سترګې مي بیرته خلاصې کړلې دوی ولیدم خو څه یی ونه ویل !

بس روان وه دمیرعلې په لور زموږ والا موټر سایکل راته مخکې وه ددوی یوتن ملګري ورته ناست وه موږ ورپسی وه!

لږ مزل مو چې وکړ غږ یی را وکړ وای دجیب سامان مو دواړه راکړی ترورزی می جیب ته لاس کړ! 400ډالر یی راویستل وای دا څنګه کړم!

مال څه دي واي ډالر!!

شما دډالرو په لیدو ټکان وخوړ مال که داهم راسره پیدا کړي وایی به چې دغه دي جاسوسان!

ډالر مې ترورزی نه واخیستل پر پردیګاښ پوری مي ټینګ وتړل او دجیب سامان مې ټول سره له پیسو موبایله ټول ورکړ !

ترورزی مي هم ټول سامان ورکړ!

ټول سامان یی وکوت او بیرته یی ټول راکړ ددی لپاره یی بیرته راکړ چی شک ونه کړی چی موږ غله یو!
یو مبایلې یی رانه کړي هغه یی رانه هیساری کړی!

دا کار یی ددي لپاره وکړ چې شک ونه کړي چې موږ غله یو!

بس په لاره روان وه دموټر شیشې یی ټولې راپسې پورته کړی وی ډیر مو ورته وویل مال دا شیشې لږ ټیټې کړۍ سخته ګرمې مو کیږي په خولو کې جب جوب وه نه یی راسره منله تر اخیره یی شیشې ښکته نه
کړي؛

یو څه اندازه مزل مو وکړ چې ګورو دټل اډه چې پکې ده هغه چوک ته راورسیدلو !

له دغه چوک نه یوه لار دمیرعلې بازار ته تللې ده بله لاره سپین وام سپین ټل او ټل ته تللې ده! دمیرعلې بازار په لاین دلته ښې غاړی ته یو دتیلو پمپ وه دتیلو پمپ ته یی موټر وروګرځاوه او دري واړو سرونه سره نږدي کړل پټ پټ سره پسنیدل او پټې خبری یی زموږ باره کې سره کولې!

موږ ته بیا روسته معلومات وشه چې زموږ دځای باره کې سره غږیدل چې جیرته یې یوسو!

بس ځای یی سره انتخاب کړ داسې چل یې وکړ! چې زموږ ځای یی سپین وام انتخاب کړي وه !

چې سپین وام ته به یی وړو موږ ته یی هسې دوکه راکوله چې مطلب موږ خو بلې خواته روان کړي یاست !
ددوي نقشه داسې وه!

سپین وام ته خو یو دغه عام سرک تللې ده چې ټولې موټری ګشت ګذار پری کوی!

او یوه بله قاچاکې لار ورغلې وه موږ یې په هغه لاره روان کړلو!

دقاچاکې لاري نقشه!

دمیرعلې بازار یو باې پاس لاره لرله موږ یې په دغه بای پاس لار باندی روان کړو تقریبا چې یو دری کیلو متره مزل مو وکړ چپ لاس ته یوه خامه لار د یوه جګ دغونډي پرسر کلې ته تاو شوي وه بس په دغې لاری ته یی موټر راتاو کړ او پري روان شولو !

لږ مزل مو چی وکړ یو ډیر لوي خوړ راغی بس په دغه خوړ کې مو مزل ته ادآمه ورکړه خوړ نه چې تیر شو!
چړایې راغلله د چړایې سرته چېی پورته شو چی ګورو مخته یوکلې ده دکلې په چپ طرف کې یوه هدیره وه یوه لار له کلې چپه دهدیری په څنګ کی تللې وه اوبله لاره دکلې مابین کې تللې وه!

موږ یې له کلې چپ کړو دهدیري په لاره یی روان کړو!

لږ مزل مو چې وکړ چې ګورو بیا چړایې راغله خو ابل وار په چړاهې راپورته شو دا وار ته دچړاهې نه په کوزیدو شولو!

لاندي چې کوز شولو نو مخته ډیره خرابه لاره شروع شوه داسې معلومیدله چې دا یو کال به په دغه لار موټر نه وي تللې موټر یی ډیر په قرار قرار کې روان کړي وه ;

ترورزي مې بار بار راته ویل چې بیدار اووسه حمله پري کوو!

داخلک معلومیږي چې غله دي!

مابه ورته ویل چې صبر وکړه حمله ونه کړي !

لږ مزل مو چې وکړ تقریبن ډیره زیاته ساحه راته ښکاریدله ټولې خړی غونډي وی ځمکې توره تیږه لرله ډیر لری یو لوی غر ښکاریده !

لږ نور مزل مو چې وکړ مخته یو خوړ راغې خوړ ته چې ورورسیدلو په کوم ځای باندی چې دموټر لاره پوري وتلې وه دغه ځای کې ډیري خټې او یو څه اندازه اوبه ولاړی وي!

دا له لري نه معلومیدله چې که موټر پر دغه لاره ور شې نو موټر نشې پري پوری وتلې!

موټروان موټر ودراوه او شاته زما دترورزی مخته چوکې کی ناست ملګري ته یی غږ وکړ!

ورته وي ویل چې کوز شه شاوخواه بله لاره وګوره دا لاره خو خرابه ده !

هغه ملګري یې کوز شه شاوخواه یی وکتل بله لار په نظر ورنه غله لاړ نږدی یوی غونډی ته وخوت شا وخواه یی وکتل بیا یې هم بله لار پیدا نه کړه!

ییرته راغی موټروان ته یې وویل بله لار خو نشته څه کوو!

موټروان ورته وویل مجبور یو پر دغه خرابه لار ورځو!

موټروان موټر ته حرکت ورکړ!

بس دموټر له حرکت سره زما زړه دخوشحالې احساس وکړ!

غالب ګومان می راغی مال څه ووایم چې له دغه ځایه نور موټر مخته حرکت وکړی !

زما له ګومان سره سم موټر چې کله خټو ته ورښکته شه له خټو یی دمخ ټیرونه ووتل وچې ته شول او دشا دوه ټیرونو یې په خټو کې سلیف وکړ موټروان د ریوس ګیر ولګاوه او موټر ته یی په تیز رفتار سره شاته حرکت ورکړ !

بس په دغه وخت کې دموټر څلور واړه ټیرونه په خټو کې سم خښ شول !

زموږ زړه ته هم ډیر سکون پیدا سه!

موټروان له موټر نه کوزیده موږ غږ پری وکړ مال موږ به هم در کوز شو کومک به وکړو وای نه تاسو مه راکوزیږی!

موټروان چې کوز شه زما دترورزی مخ ته چې کوم نفر ناست وه هغه هم ورپسې ورکوز شه
په موټر کې صرف زما مخ ته چې کوم نفر ناست وه کلاشنکوف ورسره وه مرمې یی تیره کړی وه قید یی بند کړی وه صرف دغه نفر پاتې سه!

هغه نور دوه نفر لګیا ول موټر یی له خټو باسه موږ دري نفر په موټر کې وه!

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close