شعـــــرونه

د ارواښاد سيف مومند يو پخوانی نظم

شاعر: سيف مومند
رالېږونکی: منيب منګل

که داسې وي نو دهشتګر یمه زه

که دې وطن دفاع کول ګناه وي

که دې اسلامه ځاریدل ګناه وي

که دې ناموس او پت ساتل ګناه وي

که سپین له تورو بیلول ګناه وي

که په تورن تور لګول ګناه وي

که چیرې غله ته غل ویل ګناه وي

که حق وینا په ژبه کړل ګناه وي

که دې باطلو ردول ګناه وي

که ازادي حاصلول ګناه وي

که سرلوړي مُدام غوښتل ګناه وي

که غلامي نه قبلول ګناه وي

که چاته سر نه ټیټول ګناه وي

که د عزت ژوند تیرول ګناه وي

که سوله امن راوستل ګناه وي

که د قران حاکمول ګناه وي

که شریعت نافذول ګناه وي

که د چا اوښکې پاکول ګناه وي

که د شهید غچ اخیستل ګناه وي

که سپینې تورې چلول ګناه وي

که د دښمن بربادول ګناه وي

که د وطن ازادول ګناه وي

که د جهاد میدان ته تلل ګناه وي

که د نفاق ريښې ویستل ګناه وي

که په غاصب تنقید کول ګناه وي

که صلیبي عسکر وژل ګناه وي

که له وطنه یې شړل ګناه وي

که د حق لاره کې مزل ګناه وي

که د صلیب نسکورول ګناه وي

که شر فساد محوه کول ګناه وي

که د مظلوم مرسته کول ګناه وي

که د ظالم مخه نیول ګناه وي

که خلک ښو ته رابلل ګناه وي

که له ګناه منعه کول ګناه وي

که د حق غږ اوچتول ګناه وي

که د علومو زده کول ګناه وي

که د نور شمې بلول ګناه وي

که د یوه الله منل ګناه وي

که د بتانو ماتول ګناه وي

که په حق سر او مال شیندل ګناه وي

که بم په ځان پورې تړل ګناه وي

که جهادي اشعار لیکل ګناه وي

که داسې وي نو دهشتګر یمه ره

که داسې وي نو دهشتګر یمه زه

بیا مې بېشکه دهشتګر وبولئ

ما په زندان کې د کیوبا واچوئ

لکه منصور مې په دار وخیږوئ

ما په خونخوارو سپیو ښه وداړئ

ما د برېښنا په چارچو ولړزوئ

زما څرمن په ژوندانه واړوئ

ما په قفس کې بند په بند وتړئ

زما نوکونه په امبور وباسئ

زما په سترګو کې مرچک وشیندئ

ما څوڅو ورځې خوب ته مه پرېږدئ

زما سینه باندې غټ کاڼي کیږدئ

ما د بارودو په لمبو کې وریت کړئ

زما له تنه جامې وشوکوئ

زما وجود باندې داغونه جوړ کړئ

خو!

یوه خبره به بیابیا کومه

یوه خبره به بیابیا کومه

نن یې کوم هم یې صبا کومه

نه یې په پټه نه په غلا کومه

لکه د نر یې بر ملا کومه

چې څو نظام د دې جهان باقي وي

چې دغه ځمکه او اسمان باقي وي

چې څو په ځمکه انسانان باقي وي

که چیرې یو هم غازي ځوان باقي وي

که چیرې یو هم طالب جان باقي وي

که چیرې یو هم مسلمان باقي وي

که چیرې یو هم نر افغان باقي وي

زما بدل به یو په سل اخلي

له صلیبیانو به کابل اخلي

ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x