دیني، سیرت او تاریخ

ګواکي ومي خوړل

 دا عنوان په ترکیه کې دیوه جومات نوم دی! په استانبول کې دفاتح په سیمه کې یوکوچنی جومات دی (صانکي یدوم) نومیږي، او په ترکي ژبه کې د دې جملې معنا (ګواکي ومي خوړل) ده. د جومات د دي عجیبه نوم ترشا یوه ښایسته کیسه ده در نیسئ یې.

ترکي لیکوال اورخان محمدعلي په خپل کتاب : ” روائع من التاريخ العثماني “کې کاږي: دفاتح په سیمه کې د (خیرالدین آفندي) په نوم یو دینداره سړی اوسیدی، دی ډیر صالح، نیک عمله اوغریب سړی و، کله به چې دی بزار ته ووت او هلته به یې کومې میوې، غوښې یانوروخوړو ته زړه وشوله ځانه سره به یې وویل: صصانکي یدوم، یعني ګواکي ومي خوړل، اویا فرض کړه ومي خوړل، وروسته به یې د دې ناخوړلو خوړو پیسې په یوه ځانګړي صندوق کې کېښودلې.
میاشتې کلونه شوې او کلونه روان وو تیریدل، افندي صاحب له خوندورو خوړو او میوو پرهیز نیولی و، دهغو پیسې به یې سپمولې او په ساده خوراک یې ګذاره کوله، په صندوق کې پسې زیاتیدلي آن چې اخیر دومره شوې چې په خپله کوڅه کې یې دا کوچنی جومات پرې جوړ کړ، څرنګه چې دکلي خلکو ته د ده دپیسو دسپما کیسه معلومه وه نو هغوی دا جومات په (صانکي یدوم) سره ونوماوه. اوترننه په ګواکي ومي خوړل سره یادیږې.

عثمان بن عفان رضی الله عنه وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې دالله له پاره جومات حوړ کړي الله به جنت کې د دې جومات په څیر ځای ورته جوړ کړي.
عن عثمان رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم : من بنى مسجداً لله بنى الله له في الجنة مثله”. رواه البخاري ومسلم

حامد افغان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x