شعـــــرونه

د اروښاد سيف مومند وروستی غزل

د ارواښاد سيف مومند وروستی غزل چې له وفات نه ۱۱ ورځې مخکې يې ښاغلي پير محمد کاروان ته ليکلی و!

سيف مومند

پوهېږم نه چې ولې ئې اکثر په خوب کې وینم؟
چې سترګې خالي پټې کړم دلبر پۀ خوب کې وینم

لۀ مخه ئې شمال دزلفو ورېځې کړې څنګزنې؟
که تورو،تورو شپوکې سپین سحرپۀ خوب کې وینم

ښکاریږي چې مورکۍ د بېلتانۀ به زرشي بوره
چې داسې دې جانانه! سر پۀ سر پۀ خوب کې وینم

که خدای( ج)کول بُتان به دړې، وړې د نمرود کړي
راځي تبر پۀ لاس( ابنِ اذر) پۀ خوب کې وینم

باباتوره ایستلې وي پۀ سپین آس باندې سپور وي
مېدان د (پاني پت) وي ستر لښکر پۀ خوب کې وینم

سرۀ لاس، ټوټې منګي، او مات بنګړي، خوارۀ، وارۀ وي
دا څو شپې مسلسل شهید ګودر پۀ خوب کې وینم

امېل باندې لګیاوي د پښتو دنګې غړۍ ته
یه سیفه!د کاروان(*) غوندې زرګر پۀ خوب کې وینم

(*) الحاج پیرمحمدکاروان مدظله يادوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x