شعـــــرونه

د سیف مومند په بېلتانه د کاروان اوښکې

الحاج پير محمد کاروان

پرون نه هغه بله ورځ د جمعې مبارکه ورځ وه. د ۱۳۹۶ هجري شمسي کال د اسد شپږمه وه. په غاښ مې درد و. ناآرامه وم. ناڅاپه د حافظ ابوبکرزنګ راغی. ویې ویل: ستا ملګری زما پلار سیف صاحب په حق رسېدلی دی. هغه شېبه یوازې الله ته معلومه ده، چې زه به څنګه وم. د غاښ درد او زما د مهاجرت او د ژوند د ډېرو شېبو یار او ورور د آبدي بېلتانه درد بې تصمیمه کړم. له خیرخانې تر خوست آډې تګ بیا خوست ته روانیدل، ما وې چې د جنازې ټاکلي وخت به و نه رسېږم. له پرونه تر اوسه هره شېبه ځان ملامت بولم چې کاشکې د مرحوم سیف وروستی دیدن خو مې کړی وای. دا قصیده مې د مرحوم سیف صاحب په یاد د ارواښاد سیف مومند د آبدي بېلتانه په ورځ لیکلې ده. الله تعالی دې سیف الرحمن سیف مومند و بښي. اروا یې د جنت زرغونه مرغۍ شه. کورنۍ، غمجنو او مونږ ټولو ته دې الله تعالی لویه تسلي او صبر نصیب کړي. الهي آمین

چې درسره د جمعې ورځ ده همسفره یاره
سیفـه سفــر دې بختــور شـه بختـوره یاره

ډک د خوږې مینې کچکول دې کړ تر څنګه لاړې
جانــان جانــان غــني ملنګــه قلنـدره یـاره

ستا پر خبرو، وو مین لکه چې وي ماشومان
په خوږو روږدي هم په ګـوړه په شکـره یاره

شېبه را تم نه شوې وزرې د جمال دې په تن
پـه جـلالي پــرتـم روان شـوې زوروره یـاره

تــا بـه رڼـا وېشلـــه تـه د مشــالــونـو آشنــا
بې تا مو شپه ده، خو ډیوه ده مروره یـاره

در نـه بـه تــاوه وه کــړۍ د ګلابي یـارانــو
ناست وې د تېلــو په دکان کې معطره یاره

په لفــافــه کې را لــېږه کلـــه نـا کلــه رڼــا
د تــږیــو تـږیــو پتنــګانو تــر ګـودره یـاره

یـوه نـرۍ نـرۍ موسکا خو رانه مه سپموه
ستوریو تـه و خَتې د ځمکې له نـظره یـاره

غم ته دې وایم چې دانه دانه غمجنې اوښکې
پـه مرغلــین مــزي کې و پېیــه زرګـره یاره

ستا د خوږو سترګو تصویر به راته تـل یادوي
د پاڼ پر ژۍ باندې چې وینمه ګورګوره یاره

تر جنتي زرغون سـاحـل یې بېـړۍ ورسـوه
په رحمــاني څپــو روان شـه سمنـدره یـاره

رب دې در واغوندي د نُور جامې، جامې د جمال
په رڼــا ګانــو کې روان شــې منــوره یــاره

هی هی ارمان چې زړه دې غلی شو له ډېره درده
د ډېرو ډېرو خـوږو زړونـو درمانګـره یـاره

پـر سـر دې اوسـه د رحمت د پرښتــو وزرې
د طوبـا سیـوري ته دمه شې بې خطـره یاره

کاش چې نغمه شي د جنت د زرغـون غـږي بلبل
ستـا د مــزار پـر مـرمـر لیکمـه سنـدره یاره

په یبلو پښو روان کاروان د خاطرو په دروزو
ور ســره ګــرځي ستــا یــوه یــوه خبـره یاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x